له ګلبدین حکمتیار او محمد یونس قانونی سره د ولسمشر غنی لیدنه

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 89037

ولسمشر محمد اشرف غنی د سولې په اړه د مشورتی ناستو په لړ کې پرون مازدیګر له محمد یونس قانونی سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی په دغه کتنه کې د یونس قانونی له نظریاتو څخه د مننې ترڅنګ د سولې د مشورتی بورډ د جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د خلکو د بېلابېلو اقشارو د نظرونو د توحید وروسته به یې پایلې له ټولو سره شریکې شی.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غنی پرون ماښام د افغانستان د اسلامی حزب د رهبرۍ پلاوی له مشر ګلبدین حکمتیار، ډاکټر فاروق وردګ او غیرت بهیر سره هم وکتل.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دغه کتنه کې د اسلامی حزب رهبرۍ د سولې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر له دوی څخه د مننې ترڅنګ د سولې د مشورتی بورډ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام لری او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89037

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *