له چینایی سیال سره د افغانستان د ملی امنیت سلاکار لیدنه

  • خپرول: ۲۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 99423

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب له خپل چینایی سیال ګوا شینګکن سره لیدلی او له هغه یې غوښتی چې چین د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره موثر رول ولوبوی.
د ملی امنیت سلاکار ښاغلی محب پرون او وړمه ورځ په بیجینګ کې و.
د ملی امنیت شورا ویاند طارق آرین په دې اړه رسنیو ته په یوه لېږلی پیغام کې لا زیات جزییات ورکړی او ویلی یې دی:
” د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د جمعې په ورځ د چین د سیاسی چارو او ملی امنیت له سلاکار سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې، د دواړو هېوادونو د ګډو سرحدونو پر امنیت او د شویو موافقو د تعقیب په اړه خبرې وکړې. ”
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په خپله ټوېټرپاڼه له چینایی سیال سره لیدنه رغنده بللې او ویلی یې دی چې د سیمې د سیاسی خوځښتونو په بدلون او د سولې د ګواښونو او فرصتونو په اړه وغږېد.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99423

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *