له ځوانانو سره د ولسمشر غنی لیدنه او خبرې

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 85207

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د یوې غونډې پرمهال د افغانستان اوبو د مدیریت په اړه ټینګار وکړ او وویل چې تر راتلونکې ۶ میاشتې پورې د هېواد وچکالی د کموالی په موخه هر اړخیز اقدامات پلی کېږی.
د خبرپاڼې له مخې، د کابل زون ځوانانو له تېرو دریو ورځو راهیسې د کابل ستونزو او ننګونو په اړه بحث کړی او دخپل کار پایلې له ولسمشر سره شریک کړی دی.
په دې ناسته کې چې د ولسمشر مېرمن رولا غنی هم حضور لرل، ځوانانو ، د ښاری مدیریت، د اوبو کموالی بحران، خلکو او حکومتولۍ، نشه یی توکو، د خلکو حقونو، امنیت، کډوالۍ، چاپیریال او اقتصادی پراختیا په اړه دخپل ۳ ورځنی کار پایلې وړاندې کړلې.
غنی د ځوانانو کار پایلې له اورېدو وروسته، ددوی له هڅو څخه ستاینه کړې او وویل: تاسې زما بشپړ ملاتړ له ځان سره لرئ او تاسې د مسولو هېوادوالو په توګه یو ملی غونډه ترسره کړې او جوړونکی نظریات مو وړاندې کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85207

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *