له پند نه ډکه کیسه

  • خپرول: ۱۱ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: روهی
  • د خبر شميره: 2300


سپین ږیری ټول عمر د ګازی پوکڼیو په خرڅلاو تیر کړای وه، هغه رنګارنګ ښکلې پوکنۍ لرلې. د سره، زیړ، شنه او زرغون رنګ په شمول. کله به چې خرڅلاو ونشو نو یوه ګازی پوکڼۍ به یې په هوا کړه تر څو ماشومان یې ووینی او د پوکڼیو د خریداری لپاره یې څنګ ته راشی تر څو یوه ښه عایداتی ورځ ولری.
یوه ورځ یې سترګې په یو ماشوم ولګیدې چې له جاکټ څخه یې نیولی و او ورته وایی: کاکا جانه که چیرې دغه توره پوکڼۍ پریږدې نو دا به هم په هوا شی؟
سپین ږیری ورته په مینه او سکون وویل: زویه دا د پوکڼۍ رنګ نه دی چې پورته کوی یې بلکه هغه څه یې چې منځ کې دی د هغه په واسطه پورته خیږی.
تفسیر: همدې ته ورته قانون زموږ په ژوند کې نقش لری هر هغه څه مو چې داخل کې دی مونږ حسابیږی نه ظاهر او هغه څه چې له داخله مونږ ته پرواز راکوی هغه زمونږ د تفکر طرز دی. ویلیام جیمز د هاروارډ پوهنتون استاد وایی، د دغه نسل څخه زما لوی کشف دا دی چې وګړی خپل ژوند د خپلو افکارو په منځ وړلو له منځه وړی.
لیکونکی: شیو کهریا.
ژباړن: طوفان منګل

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=2300

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *