له ولسمشر غنی سره د ناټو لوی منشی: د افغانستان حکومت له مشرۍ پرته سوله ناشونۍ ده

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 105130

د ناټو لوی منشی ینس ټولتنبرګ له ولسمشر اشرف غنی سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت د مالکیت او مشرۍ پرته به سولې ته لاسرسۍ ناشونی وی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلی: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د ناټو سازمان سکرټر جنرال ینس ستولتنبرګ د مونیخی امنیتی غونډې په څنډه کې د افغانستان حکومت په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو د رښتنی رول په اړه بحث او خبرې کړی دی.

اعلامیه زیاتوی چې په دې لیدنه کې چې تېرماښام د ولسمشر په مېشت ځای کې ترسره شوې ، د ناټو سکرټر جنرال ویلی چې د ناټو غړی هېوادونه او د ناټو همکار سازمان له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105130

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *