له ولسمشر غنی سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلفونی خبرې

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113987

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د افغان پلاوی او طالب استازو ترمنځ «بین الافغانی»خبرې یو مهم فرصت بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌مخې ښاغلی پمپیو پرون د «اپرېل میاشتې پر ۲۰مه» له ولسمشر محمد اشرف غنی سره په ټلیفونی خبرو کې د یاد کنفرانس پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې ده.
د بیان له‌مخې مایک پمپیو او ولسمشر غنی دې هوکړې ته رسېدلی چې د دوحې کنفرانس د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.
“پمپیو ټول اړخونه وهڅول ترڅو دغه لړۍ چټکه کړی او د کنفرانس د ګډونوالو پر مسئله سره تفاهم ته ورسیږی، ترڅو ژر تر ژره په دوحه کې یو بین الافغانی ډیالوګ ته لار هواره شی.”
د افغان پلاوی او طالب استازو ترمنځ د دوحې «بین الافغانی»کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې له ۱۹ مې بیا د یادې میاشتې تر ۲۱ مې تر سره شوی وای د یاد کنفرانس د ګډونوالو پر سر د ناندریو له امله وځنډېدی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113987

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *