له ولسمشر غنی سره د زلمی خلیل زاد لیدنه

  • خپرول: ۲۰ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 88812

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره وکتل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپل حضور ته ومانه.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې کتنه کې ډاکټر زلمی خلیلزاد جمهور رئیس ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلی سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، له دغو سفرونو وروسته به کابل ته د راتګ پرمهال د خپلو سفرونو د پایلو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړی.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غنی د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هلو ځلو څخه په مننې وویل، موږ د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغانی مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوو.
ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد له کابل وروسته اسلام اباد، قطر ا متحده عربی اماراتو سفرونه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88812

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *