له ولسمشر اشرف غنی څخه د طالبانو جالبه غوښتنه!

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 108423

طالب ډلې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په ردولو سره اعلان کړی چې هیڅ هېواد پورې تړاو نه لری او د سیمې له نورو هېوادونو سره دده اړیکه د متقابل احترام پربنسټ ولاړ دی.
دغه راز طالب ډلې زیاته کړی چې له نورو هېوادونو سره د اړیکو له لارې په هڅه کې دی ترڅو خپل پیغام ولېږی او پاکستان هم د افغانستان لکه نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر دی او له هغه سره اړیکه استثنا نده.
په ورته حال کې طالبانو له اشرف غنی څخه غوښتی ترڅو لوېدیځو هېوادونو ته دخپل اړندوالی په اړه معلومات ورکړی.
ولسمشر محمد اشرف غنی دوې ورځې وړاندې په یولړ څرګندونو کې د طالب ډلې او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د روڼتیا غوښتونکی شو او ویلی وو چې دا موضوع باید په افغانستان کې په ملی بحث بدل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108423

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 84 = 85