له ولایتونو څخه کابل ته د جرګې غړو د لېږلو بهیر پیل

  • خپرول: ۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114365

د سولې مشورتی جرګې د ترسره کېدو کمیسیون اعلان کړی چې له ولایتونو څخه کابل ته ددې جرګې غړو د لېږلو بهیر پیل شوی دی.
ددې کمیسیون په وینا، تېره ورځ د سولې مشورتی جرګې د ګډون والو لومړنۍ ډله له ارزګان څخه کابل ته ورسېده.
د سولې مشورتی جرګې ویاند سید علی کاظمی ټینګار کړی چې ددې جرګې غړی له نورو ولایتونو څخه هم راځی او د لویې جرګې د ترسره کېدو کمیسیون هیله مند دی چې دا بهیر له کومې ستونزې سره مخ نشی.
ټاکل شوې د سولې مشورتی جرګه د غویی میاشتې په ۹مه په کابل کې پیل او د دریو ورځو لپاره دوام ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114365

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *