له وسله والومخالفینو مو د وروستیو بریدونو غچ اخیستے دے

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: iuvmpress
  • د خبر شميره: 44950

دفاع وزارت زیاتوی چې د وسله والو د ځپنې په موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هوایی او ځمکنی عملیات کړی او لا هم روان دی.

دا وزارت وایی یاد پوځی عملیات په  هغو ولایتونو متمرکز دی، چېرې چې په زیاته اندازه ګواښونه شتون ولری.

د افغانستان دفاع وزارت وایی، د وروستیو ۲۰ ورځو په پرله پسې عملیاتو کې یې له وسله والو د وروستیو خونړیو بریدونو غچ اخیستی دی.

که څه هم پخوا په افغانستان کې جګړې په ژمی کې کمېدې او په اوړی کې یې زور اخیست، خو سږنی ژمی که په افغانستان کې هوا سړه وه، خو په دې هېواد کې جګړه توده وه.

د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په بنسټ افغانستان کې د وسله والو پر اهدافو د امریکا هوایی بریدونه په روان ژمی کې زیات شول.

د افغانستان دفاع وزارت هم وایی چې د وسله والو د ځپنې په هدف یې په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هوایی او ځمکنی عملیات کړی او لا هم روان دی.

افغان او امریکایی چارواکی په دې باور دی چې د ژمی دا عملیات د وسله والو مخالفینو خلاف د جګړې لوری بدل کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری رسنیو ته ویلی ، د جګړې په ډګر کې همدا اوس د پراخو ژمنیو عملیاتو اغېز محسوس او د جګړې په ډګر کې د وسله والو فعالیتونه په سلو کې تر ۵۰ یا ۶۰ راکم شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری وایی، په تېرو ۲۰ ورځو کې توانېدلی چې په بېلابېلو سیمو کې له وسله والو مخالفینو د وروستیو خونړیو بریدونو غچ واخلی.

د دفاع وزارت وایی، وروستی عملیات یې د پسرلی تر پیلېدو مخکې په هغو ولایتونو متمرکز دی، چېرې چې په زیاته اندازه ګواښونه شته او یا د حکومت د وسله والو مخالفینو مرکزونه په کې دی.

وزیری زیاته کړه چې دوی په ژمې کې یوازې عملیات نه کوی، بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې د نظامی واحدونو په اکمالولو او پیاوړی کولو هم کار کوی.

افغان او امریکایی چارواکی په دې باور دی چې روان ۲۰۱۸ میلادی کال به په افغانستان کې د روانې جګړې د لوری د بدلېدو کال وی.

اړوند خبرونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44950

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *