له هلمنده تر ارګه (یونلیک) حافظ احمد نصرت

  • خپرول: ۳۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 78483


Fb-Button

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د چارو ادارې په نوښت د ځوانانو د مشورتی پروګرام په نوم یوه ډیره ښه او کارنده پروسه پیل کړې وه چې زه یې هم برخوال وم.

دا پروګرام چې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو ځوانان به په مختلفو موضوعاتو کې لکه له فساد سره مبارزه، د ځوانانو ملی ستراتیژی، سوله او امنیت، د فقر د سطحی ټیټوالۍ، افغانستان پیژندنه،د ادارې اصلاح او د اقتصادی زونونو پراختیا کې به افغان ولسمشر ته طرحی ورکوی ترڅو دا څرګنده سی چې ځوانان هم په حکومت کې د سیاسی مشارکت ترڅنګ د پالیسو او طرحو په جوړښت کې رغنده رول لوبولی سی.

کله چې دې پروګرام ته د هلمند په استازیتوب له خپلو ګڼو ملګرو سره وټاکل سوم هیڅ نه پوهیدم چې دا به څنګه پروګرام وی او ارزښت به یې څه وی؟

موږ شاوخوا ۳۵ ملګری له هلمنده د ځوانانو  مشورتې پروګرام ته غوره سوو  او په پیل کې د موضوعاتو لړلیک راته ولیږل سو، ترڅو موضوع انتخاب کړو او خپله طرحه جوړه کړو  موږ ټولو ملګرو  بیلابیل موضوعات واخیستل او پر موضوعاتو مو خپل تر وسه کار وکړ چې د زون په سطحه په جوړیدونکې پروګرام کې خپله طرحه وړاندې کړو، څو ورځې وروسته موږ کندهار ولایت ته وغوښتل سوو  ټولو ځوانانو د کندهار د سفر تکل وکړ هلته د زون په کچه پروګرام وه د هلمند،کندهار، اورزګان او زابل څخه ګڼ شمیر ځوانان راغلې وه دا چې ما د سولې او امنیت موضوع ټاکلې وه نو هلته د زون په کچه په همدې ګروپ کې می د نورو ولایتونو له ځوانانو سره ګد کار وکړ خپل نظرونه، اندونه او مشوری مو له یو بل سره شریکی کړلې ترڅو د سولې او امنیت په برخه یوه جامع او قوی طرحه جوړه کړو همداسې وسول موږ یو ښه طرحه جوړه کړل چې ګروپ کې د هلمند څخه راسره عزت الله سکندرې، خلیل الله صمیمی او حشمت الله ننګ وه او نور د ګروپ ملګری مو له اورزګان، رابل او کندهار څخه وه، خبره به را لنډه کړم د زون په سطحه مو خپله طرحه ښه ترتیب او دفاع کړل چې په پایله کې موږ له هلمنده شاه وخوا شل نته ځوانان چې یوه یې ښځینه وه  په بیلا بیلو موضوغاتو کې مرکز کابل لپاره وټاکل سوو د چارو ادارې دلارښوونې سره سم زموږ لپاره خلیل الله صمیمی دولایتی لیډر په توګه وټاکل سوو ترڅو په ولایتی کچه پروګرام هماهنګ کړې موږ هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان سره ناسته وکړل چې د پروګرام په پیل کې هم ورسره کښیناستلی وه د هلمند والی ځانګړی پاملرنه وه چې موږ ډیرۍ ځوانان د زون په کچه وټاکل سوو هلمند والی په محلی کچه موږ ته ټول امکانات برابر کړل ریئسان د پوهنتون استادان او یو شمیر ادارو ته تګ یې راته اسان کړ ترڅو د طرحی په جوړښت کې په محلی کچه له مختلیفو منابعو ګټه پورته کړو همداسی وسول

 زیات او کم شل ورځې موږ شلو هلمندی ځوانانو په یوه موضوع کې اساسی او په پنځو موضوعات کې عمومی معلومات تر پرله پسی ناستو پاستو وروسته یوه موثقه پر حقایقو ولاړه طرحه ترتیب کړل ټولو ځوانانو بې نهایته کوښښ وکړ او وتوانیدو  چې دهلمندی ځوانانو یو طرحه ترتیب کړو چې په ټول راکړل سوی موضوعات پکښې شامل وه.

طرحه مو چمتو کړه او د انتظار شیبې مو شمیرلې چې کله به ارګ ته ځو  او له افغان ولسمشر به یې شریکوو

  د خدای شپې او ورخې تیږیږی او موږ لا هم انتظار یوو یو شمیر ملګرو بیا ویل کیدای سی چې طرحه مو ونه منل سی او داسې فکر یې کاوه چې د نورو  ولایتونو ځوانان به یې تر موږ ښه وړاندې کړی.

د چارو ادارې څخه زنګ راغې چې تاسو به له خپلې طرحی او موضوع سره کابل پولتخنیک پوهنتون د لوی جرګې تالار ته ځان راورسوی او د ترانسپورټ او نور امکانات غم مو مخکې خوړلې دی دا دی دارګ د لیدو په خوبونو کې د خپل ګروپ له ملګرو اسدالله پتمن،نذیر رښتینی،او عنایت الله رضوان سره مو ماذیګری مهال کندهار ته حرکت وکړ شپه کندهار ته ورسول او سهار لپاره تګ ته مو بشپړ چمتوالۍ ونیوه سهار سو او دکندهار نړیوال هوایی ډګر پر لور مو حرکت وکړ کله چې میدان هوایی ته ورسیدو د هلمنده زموږ نورو ملګرو هم ځان را رسولې وه بالاخره ټولو دهلمند ملګرو د کندهار هوایی ډګر څخه د کابل هوایی ډګر پر ولور پرواز وکړ پنځوس دقیقی نه وی تیری سوی چې دالوتکې پیلوټ ږغ وکړ چې کمربندونه مو بسته کړی او الوتکه دکابل هوایی ډګر کې نشت ته چمتو ده.

موږ د کابل نړیوال هوایی ډګر څخه د پولتخنیک پوهنتون ته انتقال سوو چیری چې د ځوانانو مشورتی پروګرام جوړیدونکې دی له موږ وړاندې دنورو ولایتو ځوانان رارسیدلی وه او هم هلته ځای پر ځای سوی وه موږ هم ته خپل اطاقونه په نښه سول دا چې ټول ستړی وه نو ده سفر لومړۍ شپه  مو ښه خوب وکړ،

د ځوانانو د مشورتې پروګرام په لومړۍ ورځ د لوی جرګې تالار کې چیری داساسی قانون تصویب کیږی خپل کار پیل کړ دا چې له موږ سره دې تالار کې د افغانستان د ټولو زونونو ځوانانو او هر ولایت څخه ځوانانو راغلې وه په هم هغه اوه موضوعاتو د  ټول افغانستان ځوانانو وویشل سوو

دا چې دې اوه موضوعاتو بیا نور فرعی ګروپونه درلودل ما په سوله او امنیت کې  د انتخاباتو موضوع وټاکل ددې ګروپونو تشکیل داسې وه چې هر ګروپ دبیلابیلو ولایتونو ځوانان نارینه او ښځینه ځای پر ځای سوی وه ما پر خپل موضوع انتخاباتو د افغانستان دنورو ولایتونو د ځوانانو سره پر له پسی دوی ورځې ګډه کار وکړ.

د پروګرام په دریمه ورځ د چارو اداری له لورې په هر موضوع کې د مربوطه بخش استازی وزیران،معینان، کمیشنران را بلل سوی وه تر څو دمربوطه ګروپ غړی چې کومه پوښتنه او اندیښنه ولری شریکه کړی همداسې مو وکړل ټول ګروپونو له اړوندو مسولینو خپلې پوښتنې وکړلی ترڅو طرحه کې ترې استفاده وکړی ما دټاکنو اړوند ځینی پوښتنی دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارالنشآ له ریس او یو شمیر نورو کمیشنرانو څخه وکړلې هغوی هم راته ځوابونه راکړل ځینی دمنلو او ځینی د منلو وړ نه وی.

څه سر به مو در خوږوم پلازمینه کابل کې دافغانستان دټولو ولایتونو ځوانانو په اوه اساسی او ۵۸ فرعی ګروپونو کې دری ورځې کار وکړ

د دریمی ورځې په ورستیو کې باید داته پنځوس فرعی ګروپونو مشران د اوه موضوعاتو لپاره چې مخکې می یادونه وکړل یو کس وټاکې چې ارګ ماڼی کې ولسمشر ته ترتیب سوی طرحه پریزینټ کړی

دې مسلی له ځان سره یوشمیر جنجالونه هم لرل هر ځوان او دفرعی ګروپ لیډر هڅه کول چې طرحه ولسمشر ته وړاندې کړی

 پروګرام د دریمی ورځې په ورستیو کې وتوانیدو چې د ټاکنو په پایله کې د اوه موضوعاتو لپاره څوارلس کسان چې یو نارینه او بل یې باید ښځینه وی وټاکوو.

له ښه مرغه دې کسانو کې یوازی دری تنه دهلمند ولایت څخه وټاکل سول هر یو لکه نذیر احمد رښتینی د ځوانانو ملی ستراتیژی کې خدای نور خانزاد دفساد سره مبارزې موضوع کې او حضرت الله حکیمی سوله او امنیت کې

 د افغانستان د۳۴ ولایتونو شاوخوا ۱۵۰۰ تنه ځوانانو ترمینځ همدا پروګرام په لاره اچول سوی وه چې له دې جملې زیات وکم ۶۰۰ کسان یې وروستی برخی ته لاره وموندلې، له دې ۶۰۰ کسانو څخه یوازی دری تنه یې هلمندی ځوانان وه چې ولسمشر ته به ترتیب سوی طرحه وړاندې کوی چې دا کار د یو داسې ولایت لپاره چې هر ورځ پکې ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او د جګړې اور پکې د څو کلونو را پدې خوا نه دی درېدلی یو غټ ابتکار او لاسته راوړنه ده.

موږ ددې پروګرام په څلورمه ورځ سهار اوه بجې د لوی جرګې د تالار څخه د ارګ ماڼې پر لور حرکت وکړ چیری چې افغان ولسمشر ته باید ترتیب سوی طرحې وړاندې سی

زموږ لومړۍ ناسته سهار مهال سلام خانی ماڼۍ کې د افغانستان د لومړۍ میرمنی رولا غنی سره وه،د ټولو ګروپو استازو په خپل نوبت د افغانستان لومړۍ میرمنی ته د خپلو څو ورځو هڅو په اړه د خپل ګروپ په استازولی معلومات ورکړل لومړۍ میرمنی د ټولو ګروپونو د استازو خبری واوریدلې او په خپلو خبرو کې یې ځوانانو ته وویل چې تاسی د افغانستان راتلوونکې نه بلکی اوسنۍ نسل یاست اغلې غنی د ځوانانو څخه د نظام او ښه حکومتوالۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړل او زیاته یې کړل چې تر خپله وسه به د ځوانانو ملیتا کوی.

موږ د افغانستان د لومړۍ میرمنی د ناستی څخه وروسته د طرحو پر پریزینټیش کار وکړ تر مازدیګر پوری مو پریزینټیشن ترتیب کړ او د ارګ د ځینو برخو څخه مو لیدنه هم وکړل.

ولسمشر چې سهار وختی دغزنی پیښی د څیړلو په موخه عزنی ولایت ته په سفر تللی وه مازدیګر مهال ناوخته قصر کوتی باغچی ته چیری چی موږ ټول ځوانان له وړاندې تللی وه راغی.

ولسمشر د ټولو ځوانانو سره چې نیمه برخه یې خویندو تشکیلول جلا جلا ستړی مسی وکړل چې دا کار د هرچاه په وسه پوره نه ده او ددې څخه په ډاګه سول چې ولسمشر د پراخی حوصلی خاوند دی.

کله چې مې له ولسمشرسره په غیږ روغبړ کاوه نو غوږ کې می ورته وویل چې ویاړمن ولسمشره تاسو دشاه غازی امان الله خان او سردار محمد داود خان د پاتې فصل پوره کوونکې ولسمشر یاست او خپل په لاس مې ترتیب سوی طرحه وکړل چې ولسمشر یې د تطبیق ژمنه راکړل

د زابل ولایت څخه زلمۍ حلمی قلم او یو بل ولایت څخه زموږ یو بل ورور د شاه امان خان مډال ولسمشرته دالۍ کړ چې دې کار ولسمشر نور هم قوی کړ .

ما داسې فکر کاوه چې له ولسمشرسره به ناسته ډیر جدی او خطرناکه وی ځکه د ولسمشر د جدیت او قاطیعت مې ډیر اوریدلې وه.

زموږ ځوانانو ناسته له افغان ولسمشر محمد اشرغنی سره ډیر ساده او له مینی ډکه وه.

غونډه دقرانکریم په تلاوت پیل سوه د تلاوت څخه وروسته د موسیقی او تمثل هنری ډلې خپله تمثلې پارچه وړاندې کړل چې تر ډیره د هیواد ورستیو ناخوالوانځور پکښې له ورایه ښکاریده دې هنری ډلې زما په شمول د ډیرو ځوانانو، پیغلو ترسترګو په ناڅاپه ډول د اوښکې لړۍ راپیل کړه.

وورسته د موسقیی هنری ډلې هغه سندره وړاندې کړل چې وایی

دا زموږ زیبا وطن

دا زموږ لیلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی

دې سندرې په اوریدو مې داسې فکر وکړ چې نور به نفاق ختمیږی او ټول به په سوله،یوالی او امن کې ژوند کوو.

تر دې وروسته د اوه ګروپونواستازو چې افغانستان په نماینده ګې باید طرحې وړاندې کړی درې تنه یې یوازی د اسکیرلی او جنګ ځپلی هلمند څخه وه چې ټولو هیوادوالو ته یې ثابته کړل چې هلمند د جنک

 نه بلکی د امن او شخصیتونو کور دی درې هلمندې ځوانانو نذیر رښتینی،حضرت الله حکیمی او خدای نور خانزاد دهلمند دولس او ټولو ځوانانو شمله هسکه کړل او په خپل بشپړ جرات یې ولسمشر متاثر کړ او ټولو ولایتونو ځوانانو ته یې څرګنده کړل چې هلمند داستعدادونو کور دی.

د ټولو ګروپو د پریزینټیشن تر وړاندې کولو وروسته ولسمشر د وینا وخت راورسید او د خپلې میرمنی سره یو ځای دریځ ته راِغی او لومړی یې خپلې میرمنی رولا غنی ته د خبرو کولو وخت ورکړ د هغې تر خبرو ورسته ولسمشر وویل چې ځوان باید د خپلې میرمنی تر شاه ودریږی او د هیواد جوړونې په برخه اوږه پر اوږه کار وکړی.

افغان ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې وویل: نن تاسو وښوده چې مشترکه ژبه او غظیم ظرفیت لری

ولسمشر وویل داسې فکر کوم چې ټول افغانستان هم دلته دی ځکه تاسو د څلور دیرش ولایتونو استازیوب کوی غنی زیاته کړل چې له ما څخه په انټرویو او ارایه کې وزیران او والیان چندانې نمری نسی وړلای خو تاسو ځوانانو زما څخه اته نوی سلنه نمرې ترلاسه کړی ولسمشر زیاته کړل زه په ځوان نسل باور لرم اوا کثره کارمندان مې ځوانان دی

ولسمشر د زوراکو،فساد، سولې او غصب پر وړاندې د مبارزه لپاره یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړل او زیاته یې کړل چې د ټولو ځوانانو طرحې او مشورې به عملی کوی وزارت خانو او اړوندو ادارو ته یې لیږی او نظارت لپاره به بیا د همدې ځوانانو څخه جرګه کې جوړوی تر څو یې نظارت وکړی

ولسمشر د چارو د اداری مسولینو ته وویل چې دې ځوانان ته دنړۍ والی ټولنی سره د کښناستو زمینه برابره کړی ترڅو نړۍ وال پوه سی چې افغانان کوم استعدادونه لری.

ولسمشر ځوانانو ته په وینا کې وویل چې دهیڅ ګوند، اتیلاف او ډلی څخه ډار نه لری ځکه ځوانان یې تر شاه ولاړی دی او افتخار پری کوی.

د ولسمشر د وینا څخه ما ته ډیر امیدونه پیدا سول او داسی فکر می وکړ نن دی که سبا دا هیواد په جوړیدو دی.

له هلمنده ارګ ته زموږ ددې سفر ډیری ګټې وی ډیر داسې څه مو ولیدل او واریدل چې تصور مې هم نسو کولای د افغانستان د څلوردیرش ولایتونو د ځوانانو لیدل اوله هر یوه سره خبری کول لکه په څو ورځو کې موچې ټول افغانستان ولایتونو ته سفر کړی وی.

دې پروګرام کې د ټول افغانستان دځوانانو یوالی او مینی بیا جلا رنګ او خوند درلود ځوانان دټولنی دملا دتیر حیثیت لری همدا ځوانان دی چې نظامونه او حکومتونه رهبری کولای سی او په هر هیواد کې دنفوس ډیره برخه هم همدا ځوانان تشکیلوی.

ما دځوانانو مشورتی پروګرام کې دیر معنوی څه ترلاسه کړل دا چې دا پروګرم څومر ګټور وه بیخی د لیکلو لپاره الفاظ نه لرم خو د افغان ولسمشر ددې ستر نوښت او ابتکار سخت درناوی کوم ځکه دافغانستان تاریخ کې دا پروګرام ساری نه لری.

په ورستیو کې دهلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان څخه هم ځانګړی مننه چې دهلمند دځوانو کادرونو په انتخاب کې یې ډیر دقت کړی وه او دا پروګرام یې وخت په وخت تعقیبوی چې دې کار نور هم ځوانانو ته انرژی ورکړه او هلمند ته له بریاوو سره راغله او دهلمند دغیور ولس شمله یې دافغانستان په سطحه جګه وساتل

دافغان ولسمشر او چارو د ادارې د کارکوونکو یې هم کور اباد چې زموږ یې ښه میلمه پالنه او قدر وکړ او ټولو ځوانان یې په معنوی ارزښت ونازول

دولسمشر او چارو ادارې له کار کوونکو سره تر خدای پانی وروسته موږ بیرته خپلو کورونو ته راستانه سوو خو ولی دسفر ګڼی خاطری مو ځان سره راوړی چې هیرول به یې ګران کار وی.

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۷/۵/۲۹/

اړوند مطالب


ولی کندهار؟ | حافظ احمد نصرت


جګړه او قربانیان یې | حافظ احمد نصرت


ویښ ملتونه کیسې ګټی| حافظ احمد نصرت


پردی ټوپک پردی جګړه! || حافظ احمد نصرت

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78483

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *