له ناهیلی توب څخه ځان ژغورنه شونی ده؟

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 100883

لیکوال: محمد مبشر نذیر
ژباړن : نعیم افغان-هرات
منفی فکر
ځینی کسان د منفی فکر کولو عادت لری.که په ژوند کی له څو ناکامیو سره مخ شی، نو د ټول ژوند ستره برخه یې ورګرځوی او تر هغه وروسته یې د ژوند یوازینی مقصد دا وی چی خپله ناهیلی تر نورو ورسوی. په هر بانډار(مجلس) کی د ناهیلۍ په اړه ږغیږی، که څوک خوشاله ووینی د اندېښمن کولو هڅه یې کوی او دهر شی منفې اړخ ته پام کوی. د یوه مفکر په خبره ((لکه مچ د بدن پر نا پاکه او نوچکن ځای کښېنی)) که د خپلی نیکبختۍ او د نورو دبد بختۍ له مخی نوموړی شاعر،لیکوال، ژورنالیست، انځورګر، هنرمند، سندرغاړی یا ممثل شی، نو به په ټوله ټولنه (معاشره)کی د خپلی ناهیلۍ د خپرولو هڅه وکړی او که په کوم هنری فن کی د نقاد په توګه و ګومارل شی، نو به هری د ناهیلۍ زېږنده لیکنی، شعر، سندری، انځور او ډرامې ته د هنر او شهکار مقام ورکړی او کوم کسان چی له ده متاثر کیږی، ژوند به یې د خپګان او ناهیلیو یوه نمونه ګرځی. اوس نو که څوک ناهیلی د ژوند مقصد ګڼی، کومه مرسته نه شی ورسره کېدای او که څوک غواړی چی له ناهیلۍ ځان وژغوری، د هغوی لپاره اړینه ده چی له داسی خلکو لیری والی غوره کړی. که له لیری په نظر درشی، لاره بدله کړئ،که په کوم بانډار کی هغه ناست وی له ورتګه ډډه وکړئ،که مو کور ته درشی پر ناهیلۍ له بحث کولو یې منع کړئ او د بحث کولو لپاره دیوې بلی موضوع په رامنځ ته کولو ځان ځنی خلاص کړئ. دهغه له لیکنو، شعرونو، سندرو او ډرامو سره بشپړ پرېکون(بائیکاټ) اعلان کړئ. که تاسی لږ څه دقیق نظر وکړئ، نو ستاسو په شاوخوا او ټولنه کی د وبا په څېرخپاره سوی ورته کسان په اسانی سره په تور لیست کی را وستلای شئ.
فکری جمود او د فکر او عمل تر منځ توپیر
ښایی د ناهیلۍ یوه بل ستر لامل زموږ فکری جمود(Rigidity) او دفکر اوعمل تر منځ توپیر وی. په فکرکی جمود)سختوالی( هغه مهال پیدا کیږی، کله چی یو انسان نه غواړی د خپلی تجربې او مشاهدې په رڼا کی پر فکر او عمل دتنقید یا نیوکی په ډول کره کتنه وکړی، خپله هره کړنه سمه او دبل چا هغه ناسمه وګڼی، له خپلو تېروتنو څخه د عبرت اخیستنی پر ځای د ملامتیا ګوته نورو ته ونیسی او یوازی پر خپله خبره ټینګ ولاړ وی.
د دې یوه ټولنیزه بېلګه داسی ده لکه یو څوک چی غواړی، دکرکټ نوموتی لوبغاړی ځنی جوړشی ولی هدف ته درسېدو لپاره نه هیڅ ډول زیار باسی او نه د یادی لوبی لپاره چندانی تمرین(مشق) کوی،خو بیا هم په ملی ټیم کی د نه ګډون ملامتیا د خپل ځان پر ځای پر مرکزی فدراسیون او دولت وراچوی. د خپلو تېروتنو هیڅ احساس نه کوی بلکی دنورو په ملامتیا پسی شپه او ورځ لالهانده وی. سمه ده چی په ځینو وختونو کی ځینی په تعصب ککړ کسان له سړی سره د مور او میرې چلند کوی او په لار کی خنډونه ورته جوړوی، مګر که انسان خپل استعداد په کار واچوی، د فکر او عمل تر منځ توپیر له منځه یو سی، زیار وباسی او خپلو تېروتنو ته ځېر شی، نو په پوره باور سره ویلای شم چی تر لنډ مهاله ناکامیو وروسته به زښته ډېری بریاوی ترلاسه کړی.
که لږ فکر وکړو نو ناهیلی یوازی زموږ تر شخصیت پوری محدوده نه ده بلکی موږ دیو قوم یا ټولنی په تو ګه د ناهیلۍ تر برید لاندی راغلی یو. موږ دا سی فکر کوو چی زموږ دقوم یا ټولنی دزوال (سقوط)یوازینی لامل د بهرنیانو د سیسې او پلانونه دی. که د جګړې په ډګر کی ناکامه کیږو، پړه یې مخامخ دبهرنیانو پر دسیسو او پر کورنیو خاینانو ور اچوو خو هیڅ وخت مو پر دې خبره فکر نه دی کړی چی دا خاینان ولی همېشه زموږ په کور کی پیدا کیږی او ولی یوه ورځ زموږ د دښمن په کور کی خاینان ونه زېږېدل؟ زموږ ملی اردو او استخباراتی شبکې هم څه ناڅه د دښمن پر خلاف دسیسې جوړ وی مګر ولی یوازی د دښمن دسیسې بریالۍ کیږی او زموږ طرحی او پلانونه له خاورو سره خاوری کیږی؟ ولی زموږ هر برید ناکامه او دهغوی دا بریالی وی ؟ څه لامل دی چی موږ سر بېره پر دې چی پر الله جل جلاله او دهغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرو خو تل مغلوب (ناکامه) یو او زموږ د ښمنان چی بې ایمانه هم دی، بریالی وی ؟
ورته ناهیلی ددې حقیقت د نه پېژندلو له امله ده؛ لکه څنګه چی الله جل جلاله د کائناتو نظام د یو څو ساینسی قوانینو په مټ چلوی، همدا ډول الله جل جلاله د قومونو د عروج او زوال لپاره هم ځینی قوانین جوړ کړی دی. خو زه دلته یوازی دومره یادونه کوم چی الله جل جلاله په دې نړۍ کی یوازی هغه قوم ته عروج ور بخښلی دی چی د نورو قومونو په پرتله یې اخلاقی معیار غوره وی ، له خپل عصر سره سم د ساینس او ټیکنالوجۍ په علم کی تر معاصر قومونو وړاندی وی. د نورو قومونو په پرتله پکښی ښه نظم موجود وی او له خپلو وسایلو د ګټی اخیستنی په لارو چارو ښه پوهیږی. په تاریخ کی له یادو ځانګړنو څخه استثنا یوازی او یوازی دالله جل جلاله پېغمبران او نېک مؤمنان ول ځکه چی الله جل جلا له له هغوی سره غیبی مرسته کوله خو د نبوت او رسالت تر بشپړېدو ورسته دا ډول غیبی مرسته څرګنده نه ده یانی کله کیږی او کله نه. ددې هیڅ ضمانت نشته چی په هره معامله کی مو چی څنګه زړه غواړی هغسی تېروتنی وکړو اوبیا دی الله جل جلاله زموږ د مرستی لپاره پرښتې(ملایکی) راولېږی. همدا راز دازموینې لپاره په الله جل جلاله پوری د بې ځایه امیدونو او هیلیو تړلو خاوندان تل له ناکامۍ سره لاس او ګرېوان وی.
په زړه پوری خولا دا چی په اخلاقی اعتبار هم موږ تر معاصرو قومونو نسبتا کمزوری یو او د پوهنی له اړخه خو بېخی پر جاهلانو شمېرل کیږو،. دنورو قومونو دسازمان (Organization) په پرتله زموږ ټولنه(Crowd) یوه بې نظمه او ګډه وډه ټولنه ده او له وسایلو څخه په ګټه اخیستنه کی هم شاید موږ تر ټولو وروسته پاته یو. پر دې هر څه سر بېره بیا هم داسی فکر کوو چی د قومونو په سیالۍ کی دی بریا زموږ په برخه وی او پر ټوله نړۍ دی زموږ بیرغ رپاند وی،زموږ د دعاوو په برکت دی د دښمنانو په توغندیو ،بمونواو توپونو کیوینه(خزنده) ولوېږی،که موږ کاڼۍ ور وغورځو له هغو دی ایټم بم جوړ شی او ددوی پر سرونو دی ولوېږی او که هغوی پر موږ په زهروککړ بمونه را وتوغوی نو پر موږ دی دګلونو په شان را توی شی. سمه ده چی دا له خوب او خیاله جوړی شوی ماڼۍ ډېری ښه ښکاری مګر که یو څوک موږ له دې تریخ حقیقت منلو سره اشنا کوی . بیا نو موږ هغه ځان خوښی، د پردیو غلام،ګوډاګی، ذهنی ناروغ او نه پوهیږم په نورو کومو – کومو نومونو یادوو؟ مګر کله چی په حقیقی(رښتینی) نړۍ کی حقایق زموږ د دا ډول عجیبه او شډلو(Fantanstic )خیالاتو پر خلاف شی، نو موږ په ټولنیز ډول د ناهیلۍ ښکار ګرځو.
که موږ د پر دیو د سیسو په وړاندی تر بغارو و چغارو او هغوی ته د ګوت څنډنو پر ځای په خپله پوهه او چلند کی د پام وړ بدلون هڅه کړې وای نو نن به موږ په نړۍ واله کچه د پرمختګ یوه نمونه وای او د هر زبرځواک د دسیسې په وړاندی به مو په اسانۍ مقابله کولایشوای. په دې لار کی چی څومره هڅی شوی دی نو الله جل جلاله ښکاره کامیابی ور په برخه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100883

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 9