له موقت حکومت سره د ولسمشر غنی مخالفت

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 127788

د چنګاښ ۲۶ مه: له دې سره چې د حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو له طالبانو سره د مؤقت حکومت هلې ځلې چټکې کړې دی، بلخوا ولسمشر غنی یو وار بیا هېواد کې د لنډمهالی حکومت له رامنځته کېدو سره شدید مخالفت ښودلی دی.
ولسمشر غنی د ترکیې له ټی آر ټی ټلویزیون سره وروستۍ مرکه کې ویلی، طالبانو سره د خبرو له هوکړې وروسته به د لنډمهالې ادارې رامنځته کېدل یو بې معنی او بې ارزښته کار وی.
ولسمشر غنی په دې تړاو ګواښ کړی چې هیچا ته به دا حق ور نه کړی چې د خلکو په خوښه راغلی انتخابی حکومت د سولې په معامله کې له منځه یوسی.
ولسمشر غنی پوښتنه راپورته کړې ده چې په کوم صلاحیت سره لنډمهاله اداره جوړېږی؟
حال دا چې د ولسمشر غنی په خبره په افغانستان کې ثبات یوازې د ولسواکه حکومتونو په پیاوړتیا او غښتلتیا سره منځته راتللی شی.
ولسمشر زیاته کړې که افغانستان د خلکو په رایه منتخب نظام ونه لری نو هېواد کې ثبات نه شی راتلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127788

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *