له مهبله د منی راوتل/ د ډاکټر سباوون ځواب

  • خپرول: ۱ ثور ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 18741

لومړی به دا ووایو چې د سپرم حرکت څومره دی چې پوه شو سپرم څنګه تر هګۍ ځان رسولی شی بې له شکه د سپرم حرکت د نورو عواملو ترڅنګ په حاملګۍ کې مهم دی سپرم پ/ه هره دقیقه کې درې میلیمتره حرکت لری له دې کبله په اوو یا اتو دقیقو کې کابو دوه نیم سانټی متره لاره کچ کوی خو د مقاربت په وخت د مهبل سپزم او د رحم ترشحات هم ددې سبب کیږی چې سپرمونه د رحم په لور حرکت وکړی او دا ددې سبب کیږی چې سپرم ځان رحم ته ورسوی او هګۍ القاح کړی البته د سپرمونه حرکت بې هدفه وی او ممکنه ده پر هر لوری حرکت وکړی او دا یوازې چانس دی چې له میلیونونو سپرمونو څخه یو، له هګۍ سره القاح کیږی.

خو ډیر ځله اصولاً اضافی مایع له رحمه بهر کیږی او دا دومره د اندیښنې خبره نه ده ځکه چې لکه چې وویل شول له میلیونونو سپرمونو څخه یوازې یو سپرم د هګۍ دالقاح لپاره په کار دی خو ددې لپاره چې بیخی ډاډه شئ غوره ده له مقاربت وروسته څو دقیقې میرمن له ځایه پورته نه شی ترڅو منی د رحم په لور حرکت وکړی او غوره ده چې نارینه خپل سپرم د رحم په عمق کې تش کړی .

البته بیا هم یادونه کوم چې له مقاربت وروسته د منی راوتل د امینداورۍ لپاره هیڅ مهم نه دی کله نا کله دغه مسله رامنځته کیږی ځینې وخت که د نارینه تناسلی اله غټه وی او یا دا چې مهبل کوچنی وی اوبه له مهبله بهر وځی خو په ټولو دغو مواردو کې میرمن حامله کیږی خو که بیا هم اندیښنه لرئ غوره ده د میرمنې تر لګن خاصرې لارې یو بالښت کیښودل شی او درې یا څلور ساعته استراحت وکړی او که احیانا دحمام کولو نیت لری غوره ده له شیرګرمو اوبو استفاده وشی ځکه چې ډیر حرارت ممکنه ده سپرمونه له منځه یوسی .

مخکې هم په دې مسلې موږ خبرې کړی چې تفصیل ېې دلته لوستلی شئ:

په کلې توګه ددې لپاره چې یوه میرمن حامله شی باید د سړی سپرم دمیرمنې هلګۍ ته ورسیږی نو باید دغه دوه سره یو ځای شی چې امیندواری رامنځته شی که دعقامت ستونزه نه وی په معمولی توګه سپرم هر وخت موجود او دمیرمنې حامله کیدا ته تیا ر وی خو هګۍ په خاص وخت کې او په میاشت کې یو ځل چمتو کیږی کله چې یوه میرمن میاشتنی ناروغی لری دخونریزې له پیلیدا وروسته کابو په څوارلسمه ورځ هګۍ له تخمدانه بهر کیږی او په رحم کې ځای په ځای کیږی او د لنډ وخت لپاره یعنې د دولس او اته څلویښت ساعتونو ترمنځ دا توان لری چې القاح شی سپرم هم دمیرمنې په بدن کې تر کابو څلور ورځو پورې دمیرمنې په تناسلی غړی کې دهګۍ د القاح کولو توان لری نو ددې لپاره چې   هګۍ القاح شی دمقاربت تر ټولو غوره وخت د میاشتنۍ ناروغۍ با پریوډ منځنۍ ورځې دی یعنې د خونریزۍ له پیلیدا وروسته کابو څوارلسمه ورځ ده کابو ځکه وایو چې په ځینو میرمنو کې میرمنو کې دغه موده لنډه او په ځینو کې اوږده وی که میرمنې لږ دقت وکړی له تخمدانه دهګۍ د ازادیدا وخت او شیبه معلومولی شی ځکه کله چې هګۍ له تخمدانه جلا کیږی دنس په ښکتنۍ برخه کې کمزوری درد احساسوی چې له څو دقیقو تر څو ساعتونو پورې دو ام کولای شی .

د دې لپاره چې په دغه مطلب ښه پوه شو د هګۍ د ازادیدا په هکله به په تفصیل خبرې وکړو:

که فرضاً یوه میرمن په هرو اته ویشت ورځو کې مریضه کیږی د مریضی له پیلیدا وروسته په څوارلسمه ورځ هګۍ په رحم کې ځای په ځای کیږی که په دغه وخت کې یعنې له یو لسمې ورځې تر پنځلسمې ورځې مقاربت ترسره شی دحاملګۍ چانس ډیر وی ډیر ځله دغه ورځې سمې نه اټکل کیږی او حتی ممکنه ده کلونه یوه میرمن حامله نه شی . البته دغه موده په هغو کسانو کې ده چې دمیاشتنۍ مریضی ترمنځ واټن پکې اته ویشت ورځی وی خو که مثلا دغه موده پنځه دیرش ورځې وی نو دهګۍ ا ازادیدا موده ممکنه ده یو ویشتمه ورځ وی خو منځۍ ورځې په ټول کې چانس ډیر وی دغه راز په میرمنو کې دپریوډ موده او دوره هم توپیر کوی.

په ټول کې دغه خبره په یاد لرئ ددې لپاره چې حمل ترسره شی باید دهګۍ له ازادیدا یوه یا دوه ور ځې مخکې او له هغه څلور ویشت ساعته وروسته که مقاربت وشی ښه نتیجه ورکوی   خو دغه خبره هم هیره نه کړئ چې حتی که په سم وخت کې ههم مقاربت وشی په کال کې پنځه اتیا په سلو کې دا چانس شته چې میرمن حامله شی

پر دې سربیره کله چې له مرضئ وروسته په کابو څوارلسمه ورځ دقت وشی دمیرمنې په بدن کې ځینې بدلونونه رامنځته کیږی د مثال په توګه درحم په خوله کې ترشحات زیاتیږی چې سپین رنګه وی دغه ترشحات سپرم ته اجازه ورکوی چې درحم له لارې تیر شی او دفالوپ په لور لاړ شی چې له هګۍ سره ځان یو ځای کړی .

پر دې سربیره د بدن د تودوخې درجه زیاتیږی ښایی دغه بدلون تاسو احساس نه کړئ خو په ترمامتر سره پوهیدای شئ چې څو درجه تودوخه لوړه شوې ده البته ځینې ډاکټران وایی کله چې دبدن تودوخه زیاته شوه په دې معنی ده چې له هغه وروسته تربلې میاشتې پورې دامیندارۍ امکان نه وی.

په درملتونونو کې یو ډول تیا تستونه پیدا کیږی چې په بدن کې د LH هورمون اندازه په ادرار کې معلوموی او دولس یا شپږدیرش ساعته مخکې له دې چې هګۍ ازاده شی تاسو خبروی په دې ډول دمقاربت تر ټولو ښه وخت درښیی البته دغه الې هم تیروتنه کولی شی ځکه چې امکان لری دغه هورمون دهګۍ له ازادیدا پرته هم لوړ شی.

دمنی راوتل هم کومه ستونزه نه ده که په خپل وخت مقاربت ترسره شی او هګۍ القاح شی په هر ځل مقاربت کې دومره سپرم داخلیږی چې یوه میرمن حامله کولای شی.

د دویمی پوښتنې په هکله مو هم باید ووایو چې تر یوه حده به په دې مسلې خبرې وکړو خو له هغه زیات غوره ده له یوه ډاکټر سره هم مشوره وکړئ:

معمو لاً دژبې دبندیدا ستونزه له ماشومتوبه پیلیږی خوله دې چې زموږ په هیواد کې دې مسلې ته ډیره توجه نه کیږی نو دغه ستونزه ترلوینې پورې پاتې کیږی او ورو ورو سخته کیږی ګڼی په ډیرو هیوادونو کې دغه ستونزه په ماشومانو کې وی خو په همغه ماشومتوب کې د خبرو د روانیدا کلینکونو ته معرفی کیږی اوهلته ډاکټران په څو ټولګیو کې له دغه ماشوم سره مرسته کوی او کابو نوی په سلو کې بیرته ښه کیږی دژبې دبندیدا ستونزه په ماشومتوب کې له دوه یا څلورکلنۍ پیلیږی خو په اوو کلنۍ کې له دې چې ښوونځی د تګ وخت وی ډیر تبارز کوی هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې حتی معالجه شوی هم وی ممکنه ده په لوینې کې ورته دغه ستونزه پیدا شی.

دژبې دبندیدا ستونزه ترنجونو په هلکانو کې ډیره وی او یو تحقیق چې په اروپا کې شوې ددې ښودنه کوی چې اویا په سلو کې هلکان او دیرش په سلو کې نجونې په دې ستونزې اخته کیږی.

هغه څه چې زموږ په ټولنه کې دخواشینۍ خبره ده او دغه ستونزه هم ممکنه ده نوره سخته کړی په دغسې ماشومانو ریشخند وهل دی په داسې حال کې که په ماشومتوب کې و رسره مدارا وشی او ماشوم وهڅول شی چې ورو ورو او په حساب خبرې وکړې ښایی ډیر ژر دغه ستونزه ډاکټره ته له ورتګ پرته حل شی کله چې دانسان دخبرو وسیلې که هغه ژبه وی او نورڅنګلوری غړی له یوه تشنج سره مخامخ شی ځینې تورې نه شی ادا کولای او هغه مجبوره کیږی همغه توری بیا تکرار کړی.

البته په بیلابیلو هیوادونوکې دژبې دبندیدا مختلف ډولونه بیان شوی چې دیوه انګریزی کتاب په اساس په ټول کې دوه ډوله ېې اساسی دی یو کلونیک ډول دی چې په دې ډول کې یو کس معمولاً دیوې کلمې لومړنی سیلاب په بیړه او تشنج سره ادا کوی دمثال په توګه دپلار کلمه داسې بیانوی پ پ پ پلار .

بل ېې ټونیک ډول دی په دې ډول کې په هغو عضلو کې چې له خبرو سره مرسته کوی څو ثانیې بې کاره کیدل یا مکث پیدا کیږی او دغه ځنډیدا ددې سبب کیږی چې ناروغ دخبرو لپاره فشار راوړی او ځینې خاص حرکات ترسره کړی او دغه کس له څو ثانیې ځنډ وروسته په ډیر فشار سره دغه کلمه ادا کوی.

هغه وخت چې ماشوم لا ددې ستونزې په اړه سم درک نه لری اونور کسان متوجه کیږی چې ژبه ېې ښه نه ده معالجه ګټوره وی او یا دخبرو د روانیدا مرکزونه ښه مرسته کولای شی ځکه چې ماشوم نورې عاطفی او روانی ستونزې نه لری او لاپه دې نه شرمیږی او دکمی احساس نه کوی چې ولې زما ژبه بندیږی.

خو کله چې ماشوم لږ لوی شی او دکارولو لپاره کلمې هم ورته ډیریږی دغه راز له روانی پلوه هم یو خنډ ورته پیدا کیږی دغه راز ټولګیوال ،ښوونکی او کورنۍ هم پرې فشار راوړی نوپه دې ډول دماشوم معالجه هم سختیږی . مثلاً کله چې کورنۍ او خپلوان پوه شی ماشوم تړۍ تړی دی نو غبرګون ښیی ماشوم دغه غبرګون درک کوی او په دې ډول دعضلاتو تشنج او ټنشن نور هم زیاتیږی.

څومره چې دغه حالت ځنډیږی هومره ېې علاج سختیږی ځکه چې څومره ماشوم لویږی هومره ډیره ورته اندیښمن کیږی او کاروونکی کلمې هم زیاتیږی التبه تراوسه ددې ستونزې اصلی علت نه دی معلوم شوی خو تړی تړی کیدا یو علت نه شی درلودلی جسمی عاطفی او ټولنیز علتونه ټول پکې اغیزمن دی ځینې وخت عصبی ستونزې هم موجودې وی او ځینې وخت ماشوم په خپلې ژبې ،خولې او شونډو کې کومه ستونزه لری خوستونزه چې هرڅه وی نن سبا له بیلابیلو لارو او رودو ددې ستونزې دعلاج لپاره کار اخیستل کیږی خو له قدرمنو افغانانو هیله دا ده چې که ستاسو ماشوم دغه ستونزه لری غوره ده چې دخبر دروانیدا یو مرکز ته ېې یوسئ په افغانستان کې دغسې مرکزونه نه شته خو په نورو ډیرو هیوادونو کې شته او له ماشوم سره ښه مرسته کوی البته وروسته به پرځینو لارو خبرې وکړو چې څنګه په خپله تاسو ورسره مرسته کولای شئ.

په لویوالی کې تړی تړی کیدا هم په ماشومتوب کې ریشې لری خوله دې سره سره که و غواړئ په لوینې کې هم دغه ستونزه له ځانه لیرې کولای شی.

دغه ستونزه له پیړیو پیړیو راهیسی موجوده وی په شپاړسمه میلادی پیړۍ کې ایټالیاوالو په ورمیږ او دغوږ ترشا سوری کول او دغه ځآیونه به ېې وسوځول او فکر ېې کاوه چې دغه کس ورسره ښه کیدای شی ،بقراط دژبې وچیدا د ژبې دبندیدا عامل باله ، او په نولسمه پیړۍ کې دژبې او په تالو کې دژبۍ عملیات کیدل خو نن سبا دخبرو او درملو په وسیله ددې ستونزې علاج کیدای شی خو عملیات نه غواړی.

درمل ېې ډیر عصبی او اورایی دی دغه راز په ځینو هیوادونو کې یو ډول الکټرونکی آله هم جوړه شوې چې په تړی تړی کې ترې استفاده کوی خو تراوسه پوې نه ده ثابته شوې چې څومره اغیزمنه ده .

په دې لړ کې په ۱۹۷۴ کال کې یوه وسیله معرفی شوه چې FAFبلل کیږی له هغه وروسته د PFF- Rhs په نامه یو مډرنه اله جوړه شوه چې ترمخکینۍ ېې کړچار ښه ؤ .

دغه لوستونکی چې په کوم عربی هیواد کې درس وایی که د خبرو د روانیدا debate therapy یوه مرکز ته ورشی ښایی ددې الې په معرفۍ کې ورسره مرسته وکړی .

البته یوه یادونه باید وکړو چې په اروپایی هیوادونو کې ډیر دخبرو په وسیله ددې ستونزې پر آواری ټینګار کیږی او نتیجه ېې هم ترلاسه کړې .

په دغو خاصو مرکزونو کې لومړی ناروغ ته دحجرې ،شونډو ،ژبې او دخبرو دنورو غړیو ترمنځ دغږملتیا چل ورزده کوی چې څنګه دغه ټول غړی په منظمه توګه دخبرو په وخت وکاروی ،او ناروغ ته ورښیی چې څنګه ورو او شمیرل شوې خبرې وکړی ،مطالعه وکړی او په لوړ آواز یو څه ولولی .

دغه راز ناروغ ته ورښیی چې کله ېې ژبه بنده شوه څنګه خپل نفس تنظیم کړی البته یادونه کوو چې ددغه کار لپاره خاص ډاکټران شته او متخصصان باید دغه کار ترسره کړی .

دغه پوښتنه ما مخکې ځواب کړې وه هیله ده درسره مرسته ېې کړې وی .

اړوند مطالب


په نارینه وو کې د سپرم ستونزه/ د ډاکټر سباوون ځواب


له لنګون وروسته مقاربت/ د ډاکټر سباوون ځواب


مناسب او ایډیال وزن / د ډاکټر سباوون ځواب


وچ مزمن ټوخی/ د ډاکټر سباوون ځواب

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=18741

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *