له ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی طرحه ولسمشر غنی ته وړاندې شوه

  • خپرول: ۲۶ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 108537

امنیتی چارواکیو په پوځی عملیاتو کې له ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی طرحه ولسمشر محمد اشرف غنی ته وړاندې کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې امنیتی چارواکیو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو د پوځی عملیاتو په لړکې له ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی طرحه ولسمشر محمد اشرف غنی ته وړاندې کړه خو په اړه یې نور جزییات نه دې ورکړل شوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلی: د امنیتی غونډو په دوام او د پوځی عملیاتو پر مهال له ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی په موخه تېره ورځ شنبه له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ یوه بله غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې ښاغلی غنی امنیتی او دفاعی مسولینو ته په خطاب وویل چې زموږ موخه د ملکی مرګ ژوبلې کموالی ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108537

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *