له مخابراتی شرکتونو څخه د خلکو نارضایتی

  • خپرول: ۲۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 105251

د افغانستان د مخابراتی خدمتونو تنظمیوونکې اداره ‘اترا’ وایی، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به رسماً د (اترا چیرې ده) کمپاین ته ځواب ووایی.

په وروستیو کې په افغانستان کې د خواله رسنیو له لارې د مخابراتی خدمتونو د کیفیت او قیمتونو په تړاو د ‘اترا _چېرې _ده’ په نامه کمپاین او هشټګ پیل شوی دی.

دغه کمپاین کې مخابراتی شبکې ملامتې بلل کیږی چې له پېرودونکو بې ځایه لګښتونه اخلی او د خدمتونو کیفیت یې هم ټیټ وی.

د هرات ولایت اوسېدونکی محمد عمر شکایت کوی،‌ هرځل چې خپل موبایل ته کرېډېټ ورواچوی، لږ وروسته پرته له دې چې ګټه ترې واخلی، کرېډېټ یې ختم شی:

“کله چې له مخابراتی شرکت د دغه لګښت په اړه وپوښتم، وایی پیغامونه هم لګښت لری، خو زه د هغو د بندولو غوښتنه کوم، اما شرکت یې نه عملی کوی.”

ځینې نور مشتریان وایی، شرکتونه پرته له دې چې مشتریان خبر کړی، ځینې خدمتونه پخپل سر فعالوی، په داسې حال کې چې مشتریان دغو خدمتونو ته اړتیا نه لری.

تر اوسه مخابراتی شرکتونو د مشتریانو دغه شکایت په پام کې نه دی نیولی، خو اترا چې د دغو شرکتونو فعالیتونه څاری، وایی د ‘اترا چېرې ده” کمپاین له لارې دوی خبر شول.‌

ددغې ادارې مشر نجیب الله عزیزی وایی، په وروستیو ورځو کې یې د خلکو ځینې مهم شکایتونه اورېدلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105251

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *