له لنګون وروسته مقاربت/ د ډاکټر سباوون ځواب

  • خپرول: ۲۰ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 10373

ډاکتر صاحب سبا وون اګر چی د پښتو څخه ډیره لیری خبره ده پوښتنه: د میرمنی می اولاد پیدا شو طبیعی ده چی هره میرمن  له تولد وروسته د میا شتنی عادت ته ورته مریضی لری چی کمترینه موده یی نامعلومه او زیاته موده یی (۴٠) څلویښت ورڅی اټکل شوی ده  اوس  راڅم اصلی مقصد ته  میرمنی (۴٢ ) ورڅی وروسته ځان صفا او غسل یی وکړو  ( ۴٣ ) دری څلویښتمه ورڅ  نفس راباندی غلبه وکړه او کوروالی می وکړ خو هغه هم عمیق نه بلکه یواځی د یوه انچ  قدری د مبهل په خوله کی  د یوه شکمن  ټوپ وهل وو نور سمدستی می ذکر دباندی کړ د کور والی دورڅی تر نن پوری  یواڅی  ( ١۵) ورڅی تیری دی  ډیر زیات ویریژم هسی نه  خدای مکړه چی میرمنی می حمل اخیستی وی  که په دی اړه داسی لاره را وښیی چی ډاکتر ته احتیاج نه شم  او که حمل هم وی چی هغه  هم له مینڅه لاړشی او ددوایی  تجارتی نوم  او فار موله یی دواړه راته په ګوته کړی…..

ځواب:

له حاملګۍ او لنګون وروسته د مقاربت په هکله ډیر کسان ډیرې پوښتنې لری په تیره بیا دا چې ایا میرمن حامله کیدای شی که نه او له لنګون څه موده وروسته میرمن مقاربت ته چمتو کیدای شی ؟ موږ به په ټول کې په دې اړه خبرې وکړو خدای دې وکړی ددغه ورور ادیښنه هم لیرې شی .

لومړنۍ پوښتنه چې پیدا کیږی دا ده چې له لنګون وروسته کله میړه او میرمن مقاربت کولای شی ؟

په دې هکله دقیقې نیته نه شو ټاکلی چې کله میرمن مقاربت ته چمتو کیدای شی خو تر هغه چې میرمن خونریزی لری باید مقاربت ترسره نه شی او غوره دا ده چې له لنګون وروسته تر شپږو اونیو پورې مقاربت ونه شی ځکه چې د میرمنو تناسلی برخه شپږ اونۍ وخت غواړی چې عادی حالت ته ستنه شی البته که لنګون په طبیعی توګه ترسره کیږی ښه به دا وی چې مقاربت لږ په ځنډ تر سره شی البته په دې وخت کې ممکنه ده میرمن په تناسلی برخه کې لږ درد احساس کړی چې ددې برخې د وچوالی له امله وی ددې لپاره چې له ښویوونکو جیلونو استفاده وشی .

هغه پوښتنه چې دغه ورور کړې او له ډیرو سره مطرح ده ، هغه دا ده چې له لنګون وروسته که مقاربت وشی ایا د حامله کیدا احتمالا شته ؟

په دې اړه باید ووایم چې هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوی د پرو لکټین په نامه دیوه هورمون د افرازیدا له امله په هغو کې هګۍ نه جوړیږی او له دې امله دا احتمال شته چې حامله نه شی دغه هورمون تر شپږو میاشتو پورې موجود وی او ترشپږو میاشتو پورې دا احتمال شته چې میرمن حمل وانه خلی خو په ځینو میندو کې له لنګون یوه میاشت وروسته ممکنه ده میاشتنۍ مریضی پیل شی په دغو میندو کې د حاملګی امکان موجود دی خو له دې سره سره باید میړه او میرمن توجه وکړی چې هر وخت ممکنه ده هګۍ د القاح لپاره موجوده وی باید له همغه پیله د مخنیوی رودې وکاروی له دې خبرې هدف دا دی چې دحمل امکان ډیر کم دی خو بیا هم که هګۍ دالقاح لپاره موجوده وی د حمل امکان شته .

 په هغو میندو کې چې ماشو م ته شیدې ورکوی د حمل د مخنیوی لپاره د شیدو محرکې ګولۍ ښه تاثیر لری د لاینسترول په نامه یو هورمون دی چې غوره ده له لنګون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې مصرف شی خو په دې شرط چې ماشوم دمور له شیدو پرته نور خواړه ونه خوری .

ددې لپاره چې له لنګون وروسته بیا حمل وانه خیستل شی غوره ده له ډاکټر سره مشوره وشی او دمخنیوی یوه غوره وسیله په نظر کې ونیول شی د مثال په توګه په ځینو میرمنو کې چې له شپږمې اونۍ وروسته میکروبی حالت موجود نه وی ممکنه ده iud دستګاه ښه وسیله وی او یا هم ممکنه ده بیلابیلې ګولۍ په نظر کې ونیول شی .

خو ستاسو د پوښتنې په هکله باید ووایم چې که دغسې یو حالت موجود وی چې د بې احتیاطۍ له امله منی په مهبل کې تویې شی یا مو شک پیدا شی که له مقاربت وروسته تر دریو ورځو پورې یو ډول ګولۍ چې (Morning after pill) نومیږی وخوړل شی ممکنه ده د حمل مخه ونیسی دغه ګولۍ یو ډول خاص هورمون لری چې دحاملګۍ ضد تاثیرات لری که له مقاربت وروسته ژر تر ژره دغه ګولۍ وخوړل شی په تیره بیا که څلور ویشت ساعته وروسته وخوړل شی ممکنه ده دحمل مخه ونیسی.

لکه چې وویل شول که مو احساس وکړچې مقاربت شکمن دی او حاملګی رامنځته شوې د امیندوارۍ دمخنیوی یو ډول ترکیبی درمل شته چې له مقاربته وروسته تر دوه اویا ساعتونوپورې که وخوړل شی ممکنه ده له حاملګی مخنیوی وکړی.

دغه راز له امیندوارۍ د مخنیوی ګولۍ چې HD ډوله ېې وی او سپین رنګ لری باید سمدستی وخوړل شی له هغه دولس ساعته وروسته باید دوه نورې ګولۍ هم وخوړل شی که دامیندوارۍ دمخنیوی HDډول ګولۍ درسره نه وې LD ډول ېې هم ګټه لری چې کریمی رنګ لری خو دغه ډول باید څلور دانې وخوړل شی او دولس ساعته وروسته څلور دانې نورېLDډوله ګولۍ باید وخوړل شی دغه روده له مقاربته وروسته دحاملګی مخه نیولی شی خو سل په سلو کې یقینی هم نه ده څومره چې ګولۍ ژر وخوړل شی هومره ېې اغیز زیاتیږی ښایی دکانګو ،اسهال او سرګرځیدا په شان عوارض هم رامنځته کړی .

دهورمونونو مصرف هم که ژر وشی ممکنه ده مرسته وکړی استروجین هورمون په کافی دوز سره له مقاربته سمدستی وروسته نتیجه ورکوی دترسره شویو څیړنو په اساس دDiethyl Stillbesrol= DES په نامه درمل هم ګټه لری او که دپنځو ورځولپاره هره ورځ ۲۵ یا ۵۰ ملی ګرامه واخیستل شی ممکنه ده نتیجه ورکړی اوله مقاربته وروسته دامینداورۍ مخه ونیسی خوپه دې شرط چې له مقاربته لږ ترلږه ۲۴ساعته وروسته استعمال شی د رحم کورتاژ چې سمدستی وشی او تردې وړاندې چې هګۍ ځای په ځای شی مرسته کولای شی له IUD استفاده هم مرسته کولی شی.

البته له لنګون وروسته د مقاربت د پیلیدا لپاره باید خاوند ځینو مسلو ته پام وکړی دمثال په توګه دمقاربت لپاره باید له خپلې میرمنې سره مشوره وکړی اوباید میرمن راضی وی ځکه چې ممکنه ده میرمن له روحی پلوه ژر دغه لومړنی مقاربت ته چمتو نه وی له خوا دماشوم له پیدا کیدا وروسته میرمن ډیره سرګردانه او پریشانه وی چې دا طبیعی چاره ده .

ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شی چې که په دغو اوبو کې سپرم موجود وی حتی که خوند هم ورسره نه وی نو ممکنه ده حمل رامنځته کړی خو که سپرم موجود نه وی نو حاملګی نه رامنځته کیږی.

خو هغه سپینې اوبه چې کله ناکله له بدنه بهریږی دپروستات اوبه دی او ممکنه ده سپرم پکې موجود نه وی دغه اوبه دسپرم لپاره مساعده زمینه برابروی چې ځان هګۍ ته ورسوی.

یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې ځینې میرمنې له حاملګی وروسته په تیره بیا په لومړیو دریو میاشتو کې له جنسی پلوه بې علاقې کیږی او جنسی ګروهنه ېې کمیږی البته له علمی پلوه دجنسی هورمونونو دزیاتیدا او دغه راز په لګن خاصرې او نورو جنسی غړیو کې د وینې دزیاتیدا له امله ممکنه ده جنسی تمایل او علاقه نوره هم زیاته شی   ډیری میرمنې فکر کوی چې له دې ورسته ښایی دیوې میرمنی په شان دخپل میړه لپاره په زړه پورې نه وی ددې لپاره چې په میرمنو کې دغه جنسی علاقه بیرته پیدا شی تر هرڅه وړاندې باید میړونه احتیاط وکړی او خپله میرمن په زور جنسی اړیکې ته مجبوره نه کړی ځکه ښایی اپوته نیتجه ترلاسه کړئ بله خبره دا چې که میرمن جنسی تمایل نه لری فزیکی تماس ورسره وساتئ دغه فزیکی تماس مه قطع کوئ کله چې له خپلې میرمنې سره مینه کوئ دهغې هورمونونه ترشح کیږی او ورو ورو ددې سبب کیږی چې هغه بیرته جنسی تمایل پید ا کړی دحاملګۍ په وخت غوره ده میړه او ښځه دمقاربت په هکله تفاهم ته ورسیږی او داسې یوه لاره غوره کړی چې داوړه لورو ته په زړه پورې وی .

خو کله چې ماشوم پیدا شی دمیړه او خاوند اړیکه هم بدلون مومی او په دې ډول داړیکو یو مثلث جوړیږی چې ماشوم ېې په سر کې وی او مور او پلار ډیر د ماشوم په فکر کې وی دغه حالت پر جنسی اړیکو هم منفی تاثیر اچوی په تیره بیا داچې زموږ کورنۍ هم ګڼی وی او نورې مسلې هم ورسره یوځای شی او پر جنسی ژوند ناسمې اغیزې کوی په دې موده کې غوره ده میړونه دماشوم په پالنه کې له مور سره مرسته وکړی دا ښایی د ګډ ژوند لپاره اړینه چاره وی ځکه دماشوم پالنه سخته ده او پښتانه هم متل کوی چې د ماشوم لویول د یوه ښار جوړول دی نو که خاوند ورسره مرسته ونه کړی میندې دماشوم له پاللو او دکور له کارونو دومره ستړی کیږی چې جنسی مسلو ته وخت نه شی کولی او حتی فکر پرې نه شی کولای.

میرمنه باید پوه شی چې خاوند ېې یوازې دجنسی مسلو لپاره نه غواړی بلکه ورسره له زړه مینه لری نو له حاملګی وروسته له مقاربت پرته حتماً باید له خپلې میرمنې سره مینه وکړی یوه بله مسله چې په تیره بیا افغانان ورته ډیره توجه نه کوی هغه دماشومانو له لویدو وروسته دمیړه او میرمنې ترمنځ واټن دی دواړه دکور او دندو او دغه راز دماشومانو په پالنه کې دومره بوخت شی چې له یو بل سره د خبرو ،مینې ،او د احساساتو دتبادلې وخت نه پیدا کوی دغه چاره ددې سبب کیږی چې په لاشعورې توګه ژوند ګډو ډ شی ښایی ډیر ځله علت ته متوجه نه وی خو ژوند به مو تریخ وی.

اړوند مطالب


دردناکه مقاربت/ ډاکټر سباوون


په حاملګۍ کې مقاربت کیدای شی؟/ ډاکټر سباوون


د سپرم مشخصات/ د ډاکټر سباوون ځواب


د مهبل ترشحات / د ډاکټر سباوون ځواب

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=10373

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




90 − 85 =