له طالبانو سره د اوږدمهال اوربند په اړه د پکتیا قومی مشرانو غوښتنه

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 78339

د پکتیا قومی مشران وایی؛ افغان حکومت اوربند اعلام کړی؛ طالبان دې هم ورته اقدام وکړی او په دې موده کې دې د سولې په تړاو خبرې اترې وکړی، چې د دایمی سولې لپاره حل لار پیداشی.
د پکتیا مشرانو په یوه غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له اوربنده ملاتړ وکړ او له وسلوالو طالبانو یې وغوښتل، چې دوی دې اوږد مهاله اوربند اعلان کړی، چې په دې موده کې پر سولې هر اړخیزې خبرې وشی.
د پکتیا مشران وایی، حکومت او طالبان دې دوی ته واک ورکړی، چې د سولې په برخه کې د خبرو زمینه برابره شی.
قومی مشر خوانی جهانی وایی، چې افغانان له جګړې ستړی شوی او طالبان دې هم اوږد مهاله اوربند وکړی.
د پکتیا یو بل قومی مشر ګلام خان احمدزی هیله من شوی، چې په اوږد مهاله اوربند کې به د جنګ دواړه خواوې د سولې خبرو ته ورسیږی.
قومی مشر اسلام الدین منګل وایی؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د پکتیا په هغو سیمو کې د سولې په تړاو خبرې شوی، چې د طالبانو له ولکی لاندې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78339

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *