له طالبانو سره په راتلونکې غونډه کې د افغانستان دولت استازو د ګډون شونتیا

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104469

د هېواد ملی امنیت پخوانی سلاکار او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر له طالب ډلې سره په راتلونکې ناسته کې د افغانستان حکومت استازو د ګډون له شونتیا خبر ورکړ.

اتمر په کابل کې د امریکا له سفیر جان بس سره په لیدنه کې وویل: طالبانو او افغان سیاستوالو په مسکو کې په خپله وروستۍ غونډه کې هوکړه وکړه ترڅو د دولت استازو په راتلونکې غونډه کې هم ګډون وکړی.

طالبانو په افغانستان کې له سیاسی شخصیتونو او د ګوندونو له استازو سره تر لیدنې مخکې، څو ځلې له امریکایی استازو سره هم لیدنه او خبرې کړې وې خو تردې دمه یې د افغانستان حکومت له استازو سره له خبرو ډډه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104469

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *