له طالبانو سره د سولې مستقیمو خبرو په تړاو غبرګونونه

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 70087

د افغانستان د سولی عالی شورا له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو له هڅو څخه هرکلی کوی، خو وایی چې د افغان سولې په تړاو ټولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شی.
نیویارک ټایمز په یو ریپوټ کې ویلی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې، خپلو لوړپوړو ډیپلوماټانو ته امر کړی، ترڅو له وسله‌والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اقدامات ترسره کړی.
نیویارک ټایمز لیکلی، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا لیوالتیا، په افغانستان کې د سولې د بن‌بست ماتولو لپاره د ښاغلی ټرمپ د ادارې د بیړې ښکارندویی کوی.
د افغانستان د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهری امریکا غږ ـ آشنا ته وویل، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا وروستی اقدامات به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی او دا خبرې به ګړندۍ کړی.
هغه وویل “دا هیڅ‌کله (د سولې) په زیان نه ده، دا یوه مقدمه ده او د امریکا د همکاریو اعلان دی، لکه د ازبکستان، قطر، عربستان، ایران، پاکستان، روسیه ټولو د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ اعلان کړی او غواړې عملی ګامونه پورته کړی، دوی چې کله د همکارۍ اعلان کوی د افغانستان خلک ترې په دې پروسه کې د عملی ګامونو پورته کولو غوښتنه کوی… دا هیڅ‌کله د افغانستان د سولې پروسې حاکمیت، مالکیت او رهبری تر پوښتنې لاندې نه راولی”.
سیداحسان طاهری زیاته کړه، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا تازه اقدامات به دغې پروسې ته د سرعت ورکولو لامل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70087

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *