له طالبانو سره د بهرنیو ډیپلوماټانو د لیدنو څخه د اجراییه ریاست ملاتړ

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 117490

د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وایی، که له طالبانو سره د بهرنیو ډیپلوماټانو اړیکې د افغان سولې په پروسه کې مرسته کولای شی، دوی له دې تماسونو هرکلی کوی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند «امید میثم» په دې تړا و وویل «که چېرې دا لیدنې صادقانه او د افغان سولې په پروسه کې مرسته کوونکې وی د افغانستان حکومت هم له دې ډول لیدنو ملاتړ کوی.»
امید زیاته کړه «خو که دا ډول لیدنې د نورو هدفونو لپاره سرته رسېږی نو بیا یې پایلې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دی.»
اجرائیه ریاست په داسې وخت کې له طالبانو سره د بهرنیو ډیپلوماټانو له لیدنو هرکلی کوی چې یو شمېر حکومت پلوه شنونکی بیا له طالبانو سره د بهرنیانو لیدنې هغوی ته د مشروعیت ورکولو په معنی بولی او د ګډ حکومت لپاره یې د خطر زنګ ګڼی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117490

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *