له شپژو کالو وروسته د ملا عمر د مړینې نېټه تایید شوه

  • خپرول: ۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114473

وسله وال طالبان د ملا محمد عمر د انځور خپرولو سره شپږ کاله وروسته په لومړی ځل د نوموړی د مرګ نېټې ته اشاره کوی.
د دې ډلې وېبپاڼه کې راغلی چې د دوی پخوانی مشر او بنسټګر شپږ کاله مخکې د ۱۳۹۲ کال د غوایی پر څلورمه خپل ژوند له لاسه ور کړ.
دې وېبپاڼه کې د لومړی ځل لپاره د ملا عمر د مړینې کره نېټه یاده شوې او لامل یې هم الهی امر بلل شوی دی.
د ملا عمر د مرګ خبر د ۱۳۹۴ کال په چنګاښ میاشت کې خپور شو او وویل شول چې له دې نېټې دوه کاله مخکې یې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی، هغه هم په داسې مهال چې دغو دوو کلونو کې یې هم د کوچنی او لوی اختر په نوم پیغامونه خپرېدل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114473

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *