له سعودی عربستان سره اړیکې د افغانستان لپاره کوم ارزښت لری؟

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 45979

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار تیره ورځ سعودی عربستان ته د نوموړی هېواد د ولیعهد شهزاده بن سلمان په رسمې بلنه سفر وکړ. ښاغلی اتمر به هلته له سعودی عربستان سره د افغانستان د اړیکو په پراخوالی او همدارنګه له افغانستان سره د سعودی عربستان په مختلفو برخو کې په مرستو او همکاریو خبری اترې وکړی ، دا چې سعودی په کومو برخو کې د افغانستان لپاره ډیر اړین او مهم دی غواړم دلته پری لږ بحث وکړم .
په بهرنیو اړیکو کې یوه تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د ولس عامه افکار او اذهان باید مطالعه شی او زیاتره وخت پریکړی د ولس د غوښتنو په اساس وی دا چې زمونږ د ولس زیاته فیصدی وګړې په مذهبی لحاظ له سعودی سره تړاو لری ولی په تیرو کلونو کې بدبختانه دی تړاو ته زیات اهمیت نه وو ورکړل شوی او یوازی هغه اړیکې پالل کیدلی چې دحکومتونو خپلو پالیسو پوری اړه درلودله ولی دولس عامه اذهان په کې سم نه وو منعکس شوی خو دملی وحدت حکومت په راتګ سره په دی وتوانیدلو چې دی مسلې ته پوره پاملرنه وکړې چې دهمدې موخې لپاره له اسلامې هېوادونو سره داړیکو لپاره ولسمشر محمد اشرف غنی ځانګړې کړۍ وبلله او اهمیت یې په دی کې دی چې مونږ ډیرې وګړی په عقیدوی لحاظ له دی هېوادونو سره اړیکې لرو .
نو سعودی عربستان چې دمسلمانانو قبله ده یو تر ټولو مهم هېواد دی چې کولی شی له مونږ سره په دې برخه کې مرسته وکړې او هغه جګړه چې اوس په افغانستان کې دمذهب په نوم روانه ده او یوازی هدف یې داسلام بدنامولو او دافغانانو وژل دی په مهارولو کې مرسته وکړې ځکه دلته ویل کېږی چې دا جګړه مذهبی جګړه ده او دا چې په سعودی عربستان کې د ټولو مسلمانانو قیبله شتون لری نو لازمه ده چې مونږ له دوۍ سره داسی دهمکاریو چوکاټ رامنځ ته کړو ترڅو ددوۍ په همکاریو او فشارونو باندی وکولی شو چې روانه جګړه نامشروع وبلو او دجګړی اور په خپله خاوره کې یا ورک او یا هم کم کړو .
بله مهمه مسله دا ده چې سعودی عربستان د پاکستان سره ډیرې قوې پراخې اړیکې لرې او دا ړیکې ددی لامل کیدلی شی چې سعودی عربستان په پاکستان فشار راوړی ترڅو له دی لاری څخه پاکستان نور په افغانستان کې دتروریستې کړیو له ملاتړ څخه لاس واخلی او وکولی شو چې په دی فشارونو سره پاکستان خبلو پالیسو تغیر ته وهڅوی او په دی برخه کې موثر تمامی شی .
دوهمه مهمه مسله اقتصادی مسله ده چې سعودی عربستان کولی شی په دی برخه کې له افغانستان سره پراخې مرسته وکړې او له دی اړخه دافغانستان په اقتصادی موثر تمام شی ځکه سعودی عربستان دنړۍ یو له تر ټولو زیات دنفتو درلودونکی هېواد دی او دا هېواد کولی شی چې په اقتصادی برخه کې دافغانستان لپاره موثر تمام شی او بله مهمه مسله داده چې سعودی عربستان هرکال زیاتو کارګرو ته اړتیا لری او همدا مهال هم زیات افغان وګړی په سعودی عربستان کې په مختلفو برخو کې په کار بوخت دی چې هغوۍ دهمدی کارونو په واسطه په افغانستان کې خپلو کورنیو سره مرسته کوې چې مونږ کولی شو دیو تفاهم په اساس شته کارګرو ته دکار لا اسانتیا برابره کړو او همدارنګه هلته کولې شو چې نور کارګر هم په دندو وګومارو، په ورته وخت کې سعودی عربستان یو دخلیج ۶ عربی هېوادونو کویت ، عمان ، بحرین ، عرب عمارت ، قطر په سر کې راځې او بغیر له قطر له نورو ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لری او په یادو هېوادونو کې زمونږ ډیرې افغانان ژوند کوې او په کارونو بوخت دی چې هغوۍ ته داسانتیا برابرولو ترڅنګ کولې شو چې لا ډیر څه دخپل هېواد لپاره جلب او جذب کړو .
په اخر کې باید ووایو چې سعودې عربستان د تروریزم پرضد مبارزی لپاره د اسلامې هېوادونو یو ګډ ایتلاف رامنځ ته کړ او دا ګډ ایتلاف په دی موخه رامنځ ته شو چې وکولی شی په اسلامې نړۍ کې د ترویرزم پرضد مبارزه کې موثر تمام شی او دا مبارزه مخته یوسی نو اوس زمونږ لپاره دا ډیره مهمه ده چې د دې ایتلاف له شتون څخه د ځان په ګټه کار واخلو او د دوۍ دامکاناتوڅخه په ګټه اخستلو سره په دی وتوانیږو چې په افغانستان کې د تروریزم پرضد روانه جګړه موثره کړو او ترڅنګ یې پراخ ملاتړ دافغانستان دجګړې دختمولو لپاره داسلامې نړې هم ولرو .
غفوراحمد (جاوید )

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=45979

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *