له رسمی چارواکیو سره غیر رسمی خبرې

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112160

ټاکل شوې د افغانستان د سیاسی مشرانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو په یوه اونۍ ځنډ سره د اپرېل میاشتې په ۱۹ او ۲۱ د قطر په دوحه کې په لاره واچول شی.
ددې خبرو لومړی پړاو چې د فبروری په میاشت کې په مسکو کې په لاره اچول شوې وه، د افغانستان حکومت له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوه. ډېری هغه کسان چې د مسکو په غونډه کې شتون لرل، د حکومت مخالف سیاسی شخصیتونه ول او له همدې امله د افغانستان حکومت هغه یې له ارزښت نه لیری ګڼل. طالبانو اعلان کړی چې د دوحې په بین الافغانی غونډه کې به د سولې د بین الافغانی خبرو د دوهم پړاو په توګه ګډون وکړی. خو دغه راز ټینګار یې کړی چې د افغانستان له دولت سره به هیڅ ډول رسمې لیدنې ونه لری. طالبانو ویلی د دولت غړی نشی کولای د دوحې په خبرو کې د دولت استازی په توګه ګډون ولری او په خبرو کې د شتون په صورت کې طالبان به له دوی سره د اغېزمنو سیاسی څېرو په نامه خبرې وکړی.
د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی ټینګار کړی چې د دوحې بین الافغانی خبرې د سولې رسمی خبرې نه دی. د افغانستان دولت د تېرې اونۍ په لړکې په دوحه کې د ګډون په موخه د خپل پلاوی د ټاکلو لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې بېلابېلې غونډې ترسره کړې او په پایله کې د هېواد اوه دېرش سیاسی مشرانو چې د اجرایی مشر عبدالله عبدالله، جنرال دوستم او د ولسمشر لومړی مرستیال سرور دانش په څېر د دولت ځینو جګپوړو چارواکو نومونه هم پکې لیدل کېږی، د مصالحې شورا ترنامه لاندې د یوه شورا په چوکاټ کې په دې خبرو کې پېژندل شوی دی. ښایی د دوحې په بین الافغانی خبرو کې هم د افغانستان دولت او هم طالب ډلې له خپل مخکنۍ دریځ څخه لاس اخیستی دی. طالبانو په رسمی توګه د حکومت له جګپوړو غړیو سره غیر رسمی خبرې منلی او حکومت هم په مسکو کې د مخکنی پړاو خبرو پرسر نیوکه کوله، خو داځل په خبرو کې د ګډون لېوالتیا ښودلې ده. په دې خبرو کې د سیاسی ګوندونو مشرانو د څنډی کولو او دغه راز ددې خبرو د مدیریت لپاره هڅې تر سترګو کېږی.
کابل ته د تور سازمان مشر د تېرې اونۍ پټ سفر چې په دې وروستیو کې افشا شوی، کولای شی په دې بدلونونو کې له اغېزمنو لاملونو څخه وګڼل شی.
د جینا هسپل سفر کولای شی په افغانستان کې له پوځی اړخ څخه استخباراتی اړخ ته د امریکایی پوځیانو تګلارې د بدلون او له دې هېواده د امریکایی پوځیانو د وتلو ښکارندویې وکړی، له همدې امله شونی ده له طالبانو سره د سولې خبرې په نېږدې راتلونکې پایلې ورکړی او د افغانستان دولت په هڅه کې دی ترڅو له څنډی په وتلو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په بل پړاو کې خپل ثابت کړی او په پایله کې په راتلونکې ولسشمریزو ټاکنو کې ددې حکومت دوام چې ټاکل شوې د تلی په میاشت کې ترسره شی، تضمین کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112160

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *