له درې لسیزې واکمنۍ وروسته د قزاقستان ولسمشر استعفا

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 109335

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف چې له شوروی اتحاده یې د خپل هېواد له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد مشری کوله، له دندې استعفا کړې.
په یوه ټلویزیونی وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، نوموړی وایی، ‘دا اسانه پرېکړه نه وه. ‘
ښاغلی نظربایوف له ۱۹۹۰ کال راهیسې د تېلو پریمانه شتمنۍ لرونکی قزاقستان بې له کومې لویې ننګونې واکمن و.
نوموړی د خپلې واکمنۍ پر مهال اقتصادی اصلاحاتو ته ډېره توجه وکړه او د سیاسی نظام له دیموکرات کولو سره یې مقاومت کاوه.
ښاغلی نظربایوف ۱۹۴۰ کال کې زېږېدلی و او هغه مهال یې چې هېواد د شوروی اتحاد برخه وه، نوموړی قزاقستان کې د کمونیست ګوند سکرتر ټاکل شوی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109335

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *