له اېران څخه افغانستان ته د څلورو سوداګریزو مالونو د وارداتو اجازه صادر شوه

  • خپرول: ۱۶ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 107529

د مالیې وزارت له ابونصر بندر څخه د هېواد فراه ولایت ته د اېران څلورو سوداګریزو توکو د وارداتو اجازه صادر کړه.
ددې وزارت د اعلامیې له مخې، د هېواد سوداګر له دې وروسته کولای شی ځلور سوداګریز مالونه چې نفتی توکی، سمنټ، اوسپنی او نور محصولات رانغاړی، د ابونصر فراهی له بندر څخه په آزمایشی ډول وارد کړی.
په اعلامیه کې ویل شوی چې دا بهیر سرله راتلونکې اونۍ پیلېږی او د ګمرکاتو عمومی ریاست به د څلور میاشتې له بشپړېدو نه مخکې د جدی پرېکړې په موخه د سوداګرو ژمنو د پلی کولو په برخه کې دخپلو څېړنو راپور مالیې وزارت ته وړاندې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107529

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *