له امنیتی مسولینو څخه د جنرال دوستم نیوکه

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 77481

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په پلازمېنه کابل ښار کې د تیرې ورځې ځانمرګی برید په اړه غبرګون وښود.
نوموړی په یوه بیان کې ویلی، چې د دښمنانو له خوا د تیرې ورځې برید په څېر وحشیانه بریدونه له اټکله لرې خبره نه ده، خو معلومه ده چې ولی امنیتی ځواکونو تر اوسه نشی کولی د دغو بریدونو مخه ونیسی.
جنرال دوستم زیاته کړه، چې د ورته بریدونو تکرار دا په ډاګه کوی چې د کابل ښار او نورو ولایتونو امنیت د هغو کسانو په لاس کې نه دی چې د ښې رهبری او مدیریت وړتیاوې ولری.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ځانمرګی بریدګر تېره ماښام ناوخته د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچی سیمه کې یوه ښوونیز مرکز په نښه کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکی تائیدوی چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوی او د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو د یو بیان په خپرولو سره ویلی چې د کابل برید د وسله والو طالبانو پورې ربط نه لری.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوی ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=77481

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *