له امریکا سره د طالبانو د مرکچی پلاوی د غړو نومونه اعلان شول

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104527

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د څورالس کسیزه مرکچی پلاوی نوملړ اعلان کړ تر څو له امریکامتحده ایالاتو سره د افغانستان د سولې په اړه مذاکرات وکړی.

د طالبانو له لوری په دغې خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې د طالبانو دغه تازه مرکچی پلاوی د دې ډلې د مشر ملاهیبت الله اخندزاده په لارښونه د طالبانو د سیاسی مرستیال ملا عبدالغنی برادر له لوری ټاکل شوی دی.

دغه مرکچی پلاوی چې شېرمحمد عباس ستانکزی به یې مشری کوی، مولوی ضیاء الرحمن مدنی، مولوی عبدالسلام حنفی، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری، مولوی امیر خان متقی،ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملامحمد انس حقانی، ملا نورالله نوری، مولوی محمد نبی عمری  اوملا عبدالحق وثیق د غړو په توګه په ځان کې رانغاړی.

دا په داسی حال کې دی چې د افغانستان ملی امنیت عمومی ریاست په دې اړه له دې امله غبرګون ښوولی چې ګواکی د محمد انس حقانی نوم هم د دغو مرکچی پلاوی په نوملړ کې یاد شوی دی.

د ملی امنیت له لوری خپره شوې اعلامیه وایی انس حقانی په زندان کې دی او د هغه د خلاصون لپاره تر دې مهاله هیڅ تصمیم نه دی نیول شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104527

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =