له امریکا سره د اړیکو د عادی کولو په موخه د پاکستانی چارواکو هڅې

  • خپرول: ۱۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 73795

په امریکا کې د پاکستان سفیر د اختلافونو د حل او د اړیکو د عادی کولو په موخه د یاد هېواد له دفاع وزیر جیمیز ماتیس سره لیدنه او خبرې کړی دی.
په امریکا کې د پاکستان سفیر علی جهانګیر په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر جیمز ماتیس سره په لیدنه کې د اختلافونو د حل او د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو د عادی کېدو په اړه بحث وکړ.
دغه لیدنه د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بریا له اعلان وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون له خوا ترسره کېږی.
امریکایی سیاستوالو د تېرو کلونو په ترڅ کې تل پاکستان یې په افغانستان کې په ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73795

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *