له افغانستان څخه د ځواکونو پر یوځل بیا ایستلو د ټرمپ ټینګار

  • خپرول: ۱۵ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 103527

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې پیل کړې جګړې باید ختمه کړی.

هغه تېره شپه له سې بې ایس تلویزون سره خبرو کې وویل، له جګړې ټول ستړی دی او په وینا یې د سولې وخت را رسېدلی دی.

هغه یو ځل بیا د دې جګړې له ملا ماتوونکی اقتصادی باره ګیله وکړه او ویې ویل: « افغانستان کې مو دومره ډالر لګولی، چې نور هېوادونه په کور د ننه په روغتیا، ښوونه او نورو برخو کې نه لګوی.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د امریکا کانګریس هم له افغانستانه د ټولو ځواکونو له یو ځایی وتلو سره مخالفت وښود.

ټرمپ وړاندې زیاته کړه، له دې نه ختمېدونکې جګړې را وځو او عسکر کورو ته راولو خو په وینا یې «هلته به له نږدې استخباراتی نظارت کوو.»

تر دې وړاندې د طالبانو د مذاکراتی ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزی له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې ویلی و، د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړې ته سره رسېدلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103527

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *