له افغانستان سره په پولو کې د پاکستان له خوا د اخزن سیم د نښلولو لړۍ دوام

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 107938

د بریټانیا د دفاعی څېړنو څېړنیز مرکز په یو نوی راپور کې ویلی چې پاکستان د ډیورند فرضی کرښی په اوږدو کې د اخزن سیم د نښلولو لړۍ بشپړه کړی او ۴۰۰ کیلومټر به تر څو راتلونکې میاشتې بشپړ شی.
دا بنسټ د پاکستان لوی درستیز په حواله لیکلی چې دا ګام د پاکستان پوځ لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوه ستره بیا ده.
په ورته حال کې د پاکستان لومړی وزیر ویلی: هیڅ چاته اجازه نه ورکوی چې د پاکستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړی ډول ددې هېواد ګاونډیانو پر وړاندې د برید ترسره کولو په موخه کار واخیستل شی.
عمران خان د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې وویل: د پاکستان پوځ د هغو ګواښونو د لمنځه وړلو په موخه چې د پاکستان له آدرسه ددې هېواد ګاونډیو هېوادونو ته متوجې دی، جدی اقدامات ترلاس لاندې نیولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107938

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *