له افغانستان سره د آسیا پرمختیایی بانک ۱۰۰ میلونه ډالر مرستې

  • خپرول: ۱۹ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 115744

د آسیا پرمختیایی بانک د کابل دځمکې لاندې اوبو د مصنوعی تغذیې لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر د افغانستان حکومت په واک کې ورکوی.
دځمکې لاندې اوبو ریاست سرپرست جمال عبدالناصر شکوری اعلان کړی چې دځمکې لاندې اوبو تغذیې د بېلابېلو تګلارو پرسر د څېړنې په بشپړېدو سره، ددې پروژې عملی کارونه پیلېږی.
ده وویل، هرکال په کابل کې څه باندې ۲۵ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کېږی او په مقابل کې ۷۸ میلیون متر مکعب اوبه تر ګټې اخیستنې لاندې نیول کېږی چې د ځمکې لاندې اوبو څخه د ګټې اخیستنې او زېرمه کولو انډولوالی په موخه، دځمکې لاندې اوبو د مصنوعی تغذیې په موخه د بېلابېلو تګلارو پرسر څېړنې دوام لری.
د آسیا پرمختیایی بانک په ۱۹۶۶ کال کې د آسیایی هېوادونو د اقتصادی پرمختګ په موخه جوړ شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=115744

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *