له آلمان څخه د ۳۸ ایستل شویو کډوالو الوتکه نن کابل ته راورسېده

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105758

المان خبری اژانس وایی، له دې هېواده یې نږدې څلوېښت تنه کډوال بېرته کابل ته لېږلی او دا د افغان کډوالو د لېږد ۲۱م پرواز دی.
د سرچینې په وینا دا ټول پروازنه له ۲۰۱۶ز کال راهیسې شوی دی، چې ټول پکې شاوخوا پنځه سوه تنه بېرته افغانستان ته رالېږل شوی دی.
المان اژانس د کابل هوایی ډګر د چارواکو په حواله ویلی، چې د تازه را شړل شویو کډوالو الوتکه نن سهار هوایی ډګر کې ښکته شوه.
المان کې هغه سازمان چې د کډوالو پلویتوب کوی د دې کسانو د شړل کېدو په غبرګون کې اعتراض غونډه هم د فرانکفورت هوایی ډګر ته را بللې وه، خو المانی چارواکو یې غږ نه دی اورېدلی.
د ګډ حکومت له پیل سره سلګونه ځوانان د بې کارۍ، نا امنۍ او ګڼو نورو ستونزو له امله اروپا ته قاچاقی خوځېدلی دی، چې ګڼو یې په لانجمنو لارو کې ځانونه هم بایللی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105758

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *