لنډۍ زموږ د ژوند رڼه هینداره

  • خپرول: ۱۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 67302


Fb-Button

اسدالله بلهار جلالزی ||

لنډۍ د پښتو د فلکلور یوه برخه   

دا حقیقت له هیچا څخه هم پټ نه دی چې لنډۍ دپښتو ادب ترټولوشتمن شعر دی.اودفلکلور زیاته برخه په همدې شعر کې بیان شوی. لنډۍ زموږ په ادب کې هم تاریخ بیانوی او هم زموږ داجتماعی ژوندانه بیلابیل اړخونه راته روښانه کوی.خوکله چې موږ غواړو دلنډیو په اړه څه ووایو نولازمه ده چې  لومړی دفولکلوردکلمې په هکله رڼا واچوو. اوپدې وپوهیږو.چې داکلمه څه وخت اوڅنګه راپیدا شوه.

دغه کلیمه دلومړی ځل لپاره په نولسمه پېړۍ کې دانګلیستان پېژندل شوی تاریخ لیکونکی اوبشرپیژندونکی ((ویلیام جې توماس)) په (۱۸۶۳م) کال کې وکاروه ، له نوروسرچینوڅخه داسې څرګندیږی چې (۱۸۸۵م) کال کې (امبروازرتن) هم دغه اصطلاح کارولې ، دفولکلورلومړنۍ ټولنه په (۱۸۷۸م) کال جوړه شوه . همدا ډول په (۱۸۸۶) کال کې په فرانسه کې دملوزین په نوم لومړنۍ فولکلوری مجله خپره شوه اوپه (۱۸۸۶م) کال کې دفولکلورنړیواله کنګره جوړه شوه ، دفولکلوردکلیمې په باب له ټولې تاریخچې، څخه به تیرشواودلته به دفولکلوردکلیمې دلغوى مانااوتعریف په باب دپوهانو نظریې له دوو تورو(فولک)او (لور) څخه جوړه شوې ده، چې (فولک)دپرګنو،او(لور) دپوهې په ماناده،له همدې امله ورته دخلکو،د دودونوانګیرنو رسمونو، رواجونو،ادبیاتو،کیسواووګړنیزوتصنیفونودعلم په توګه ګڼل کیږی ،د(سن تیو)دتعریف له مخې فولکلورپه پرمختللواومتمدنوهیوادونوکې دعامو خلکو ژونداو ادبیات ترمطالعه لاندې نیسی، خودعوامودادبیاتوپه مقابل کې ،رسمې او استادانه کلتور هم موجود دى چې دهمدې رسمی او استادانه کلتور اصلی سرچینې همدا عامیانه کلتور جوړوی ، زموږپه هیواد کې دمعاصر ادب له غوړیدوسره په یوه مهال دفولکلورپه هکله لیکنې وشوې چې همدې لیکنودرسمی کلتور په بشپړیدوکې هم دپام وړ ونډه درلوده که موږ دفولکلور دتوری لپاره په خپله ژبه کې دفولکلورته ورته مفهوم اوماناته یې نږدې توری کاروومجبور یوچې ورته دخلکودخبرتیاوو، ټولګه، پرګنیز معلومات ولسی پوهه ،ولسی کلتور، دعواموپوهه اوداسې نور توری کارولاى شو.(سې اس برن) د فولکلورڅه شى دى،ترسرلیک لاندې مقاله کې لېکی ،فولکلورپه حقیقت کې داومی انسان دنړۍ لیداو ارواح پیژندنې،دینى فلسفی،پوهی،ټولنیزو بنسټونو جشنونو او مراسمو، شعرونواو ترانو،عامیانه انګینواو شفاحی ادبیاتویو ډول دى، که چیرته موږ دفولکلورپه باب خپلې لیکنې ته پسې دوام ورکړوزماپه اند چې دا اوږد بحث به پاى ته ونه رسیږی ځکه چې په حقیقت کې د ادب تومنه له همدې بډایه زېرمې څخه بشپړه شوېده ، دفولکلورلغوی ماناته په پام سره په دغه کلیمې کې هغه پوهه نغښتې ده چې دیوې ټولنې دودیز اړخونه ترڅیړنې لاندې نیسی، نوله همدې کبله هم نشو کولاى چې په دغې لنډه لیکنه کې دیوې ټولنې ټول دودیزاړخونه وڅیړو،هره ټولنه بیلابیل،رسمونه رواجونه،دودونه اوعنعنات لری موږ پدې لیکنه کې دغزنی دځینوسیمودخلکوپه دودونواو رواجونودرسره وغږیږو.دخلکوګروهنې اوانګیرنې دانګیرونوپه هکله ګروهنې یوپوه وایی: (( انګیرنې هغه جملې او پدیدې دی چې په هغوکې دعلت اومعلول ترمنځ کومه علمی اړیکه موجوده نه وی. او زیاتره منفی ،غیرمنطقی اونامطلوبه وی همداراز په بل ځاى کې وایی، انګیرنې هغه عقیدې دی چې په منطقی دلایلوعینی واقیعتونوعلمی معلوماتواو اسنادوباندې ولاړې نه وی اوبې له دې چې عینی،حقیقی،منطقی اوعلمی اساس اوبنست ولری ، دې وهم ، ډار، وېرې اوخطر سره مل وی ځینې وخت ورسره دخوښۍ احساس هم پیداکیږی.

که څه هم انګیرنې کومه حقیقی،عینی منطقی اوعلمی اساس نه لری خوبیاهم دې پاتووګړوپه منځ کې ورته په درنه سترګه کتل کیږی.هره ټولنه اوهر قوم بیلابیل خصوصیات لری اودهغووئ دځانګړنوپه پیژندلوسره یې ترمنځ کله ناکله ډیرزیات توپیراوبیل والۍ هم پیداکیږی اوکله ناکله بیا ډیرزیات نږدې والی اویووالی هم پیداکیږی اوکله کله پیاداسې هم پیښه وی چې دغه خصوصیات اوځانګړنې د ډیرولیروپرتوسیموخلک هم سره نږدې کوی. اوهم یی سره لیری کوی.

په هرحال موږپه فولکلورخبرې کوو، او د هغه څه په اړوندغږیږو کوم چې په ټولنه اوقام کې د ډیردرنښت او قدر وړ دى. که رښتیاوایوفولکلوردیوه قام دژوند،کړو وړو،عقایدو،منلواونامنلوافکاروپه هکله انځورباسی اوهغه ځلیدونکی اوصافه هینداره ده چې دقام هرڅه پکې لیدلای شو، زما په انددهرملت اوقام دژوندپه هکله دمعلوماتودحاصلولولپاره لازمه ده چې دقام فولکلوری ادب

وڅیړل او وکتل شی ځکه د معلوماتودحاصلولولپاره لازمه ده چې د قام فولکلوری ادب وڅیړل اووکتل

شی ځکه فولکلورهغه رښتنې تاریخ دى کوم چې دخلکوله عقایدو،کړو،وړواو افکاروڅخه بحث کوی،که چیرته موږ غواړوچې دیوقام له فولکلورڅخه بشپړ معلومات ولروموږ باید دخپل فولکلوری ادب ،تاریخی مطالعه اوڅیړنې ته اهمیت ورکړواو هم ورته زیات کاروکړواوځان پرې وپوهوو ځکه پوهان وایی که تاریخ موږ ته دیوه ملت وجودراپه ګوته کوی خوفولکلوربیادهغه ملت له روح سره موږ اشناکوی که چېرته موږ نن دخپل افغانیکلتور رسم اورواج دودونواوکږنوانګیرنو تاریخ ته په ځیرسره وګورو وینوچې پدغوپاڼوکې دپرون هرڅه ترسترګوکیږی اودا راته جوتیږی چې په تېروخت کې دټولنیز ژوندانه طریقه څه ډول وه همدا تاریخی پاڼې موږد دوی له هرڅه څخه خبرولای شی دیوه قام فولکلور دهغه قام دکرکېښ تهذیب تمدن، کړو وړو،ناستې ولاړې کړونو، ادب هینداره ده.زموږپه پښتنی فولکلوریک ادب کې ډیرڅه په معناداروکلیموکې بیان شوی.په تیر بیا زموږد لنډیو،سروکو،سندرو،برخه، دژوند دټولواړخونوبشپړه ترجمانی  اوانځورګری کوی

د لنډیو هندسی جوړښت.

لکه چې روښانه ده لنډۍ په پښتو شاعری کې تر ټولو کوچنی شعری فورم اوچوکاټ دی. خوپه عین حال کې بیا دمعنا قوت اوپیغام رسولو په برخه کې نه داچې په پښتوشاعری بلکې په نړیواله شاعری او ادب کې یی ساری نه شو لیدلای اونه هم ترسترګوشوی دی.دلنډې کمال ،مهارت دادی چې په تولیز ډول په دوه ویشتو څپو یا دوو مسرو کې ډیر دروند مانیز بار او ښکلا ته اوږه ورکوی.

اولیږدوی یی. دلنډۍ لومړنۍ مسرۍ ۹ او دویمه هغه یی ۱۳ څپی لری،لنډۍ قافیه نه لری،خو ددویمی مسری په پای کې یو موسیقی لرونکی یا اهنګینه کلمه لری، چې دلنډۍ تول اهنګ بشپړوی.هره لنډۍ دزور(ه) په واول پای ته رسیدلی وی. او چیرته یی په پای کې دا زور (ه) رانه شی نو اهنګ یی نیمګړی پاته کیږی. لنډې دپښتو ژبې دفونولوزیکې غږیز جوړښت تابع ده او دهغې پر اساس جوړیږی.استاد محمداسمعیل یون په خپل کتاب (دپښتوشعر هندسی جوړښت )کې زیاتوی په نورو ژبوکې ددې ډول شعر البته په همدې وزن اواهنګ څرک لیدل  شوی نه دی او نه نوروژبو ته دلنډۍ په ژباړه کې ددې اهنګ ساتل شویدی. هغه وایی په ټولو لنډیو باندې یو قانون دتطبیق  وړ دی. یعنی دا چې دهرې لنډۍ لومړۍ مسره باید حتمی ۹ او دویمه یی ۱۳ څپی وی دهرې لنډۍ دلومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او

د دویمی مسری څلورمه اتمه  اودولسمه څپه ،خجنه وی .خو په دې نابرابرو مسریوکې چې زموږ دوطن غرونو، درو، تړو، پرښو، کمرونو اودښتو بیابانونو، کږو وږولارو، کلیو اوبانډو راهستولی دی د انسان دژوند مینی او هستۍ حیرانوونکی ښکلا اوشایست پروت دی،ساده ښکلا،رښتنی ښکلا، له تیارواوګړنګونو نه خالی ښکلا ،سپیڅلی اوځلانده ښکلا دعشق ښکلا او داناویلو رازونو ښکلا او دانسان دپاک زړه ښکلا لیدای شو.دفلکولوری اثارو دغه ډول اختصار طرافت دلفظ اوفورم نفاست او داصلی مفکوری دبیان او داد پوره اوسم قدرت لری.پښتانه ځلمیان اوپیغلی چې دمینی لومړی څرک حس اودرک کاندې.نو دمینی تپاک لومړی ځل دلنډیو په ویلو ماتوی.اوخپل ځان په زیاتی رښتینولۍ سره دغو ولسی سندرو ته تسلیموی.لکه په دې لنډۍ کې چې یوه پیغله خپله مینه اولومړی ملاقات داسی انځوروی.

زمالالی سنګ پاروس دی

که ورپه غاړه شم د سرو زرو به شینه

لنډۍ د ولس هنر دی، دا هنر داسې مثال لری لکه بله ډیوه چې ځای یی معلوم نه وی.چې چیرې ده اوخت یی معلوم نه وی چې له کله راهیسی روښانه کړل شوې.خوپښتانه نسلونه یی له پیړیوپیړو راهیسی یو بل ته سپارې.

 اویا لکه په دې لنډۍ  کې

امانتی مې ګورکې کیږدئ

که یار خبر شی مابه خپل وطن ته وړینه

یادونه باید وکړو چې د دې لنډۍ څپیزـخجیزـ جوړښت داسی دی.

U_UUU_UUU

U_UUU_UUU_UUU

۱۱

 له مانیز پلوه لنډۍ پربیلابیلو ډولونو ویشل کیدی شی.دپښتنی ټولنې دژوندانه دهر اړخ انځور په کې لیدل کیږی. یوه خبره هغه همدا چې دبڼی اوجوړښت له مخی لنډۍ همدا یوټاکلی شکل لری.لنډۍ ته ټکۍ، مسرۍ،ټپه،اواز،بدله اوسندره هم وایې چې دامختلف نومونه دبیلابیلوسمیو اوځایونوپه اعتبار دی.یعنی داچې دپښتنوپه یوه سیمه کې ورته لنډۍ اوپه بله کې ټپه وایی اوکله چې لنډۍ په سروکواویانیمکیو کې راشی نوبیا په دغسی حالت کې ورته ټیکۍ وایی.فولکلوریستان وایی: په سندروکې لنډۍ اوپه نثرونو کې نقل(نکل) دملی اثاروترټولوزیات مشهور ډولونه دی دلنډیو څوبیلګی

جانانه راشه ځان اوبه کړه

زما په زنه خولې ډنډ ولاړې دینه

**************

زما به ته یادیږی یاره

که دجنت په منارو ولاړه یمه

************

ولی به نه زاړم عالمه

ترګل نازک جانان مې خاورو ته ورځینی

*************

مساپر ته شوی زیړه زه شوم

خویندو دوخوړم په ډیرو منتونه

***********

زما دلیری وطن یاره

دیدن له باد سره شامل کړه چې راځینه

************

چیرته سړی ولاړ دی

ساړه ساړه اسویلی کړې باد یی راوړینه

*************

په ملا نرۍ په ولیو کوړنګی

دسپینی خولې خریدار راغلی دینه

***********

که دیدن کړې تلوار راوکړه

دنړیدلی پاڼ په زۍ  ولاړه یمه

*********

لنډۍ ترټولو خوږ اومفهوم لرونکی شعر

لنډۍ دپښتوژبی اوپه پښتو ادب کې هغه خوندور او له معنا ډک شعردی .چې په دوه فرده کې ډیر عالی مفاهم خوندې کولای شی.که څه دلنډیو ویونکی معلوم نه دی.او دملی ادبی پانګې برخه جوړوی.خو له ډیرې پخوا زمانی راهیسی زموږ دولس دژوند  زرین او ګرانبیه بڅری په لنډیو کې چڼ شوی اوصیقل شوی. له همدې امله په پښتنی ټولنه او ادب کې دسروزرو په څیر ارزښت هم لری.خوله دې حقیقته هم سترګی نه شو پټولای چې زیاتره یی دښځواوپیغلو له خوا ویل:شوی. اوددوئ دنازکواولطیفواحساساتو محصول یی ګڼلای شو اودی.چې تاثیر اواغیزه یې هم زیاته ده. په لنډیو کې داولس احساسات، دردونه،اوغمونه په ژوندی اوطبیعی ډول منعکس شوی.په دوئ کې دعشقی پاریدنو (هیجاناتو) له قهره ډکې غندنی ټوکې ،ټکالی اوخورا ژورفلسفی افکار پراته دی.دشهیدانواودازادی دلارې د سرتیرو ستاینی پکې زیاتی دی او دهغوو غندنه هم پکې لیدله کیږی چې دښمن ته دګر خوشی کوی.که هرڅومره ژور اوفلسفی فکر وی په یوه لنډۍ کې رانغښتل کیدای اوتمامیدای شی.چې بلې لنډۍ ته اړتیا نه پیدا کیږی. په همدې اساس هر لنډۍ ځانته مفهوم او ځانته شعر دی.ترکومه چې روښانه ده لنډۍ په نورو ژبوکې نشته .دایوازې اویوازې دپښتنوخاصه اومال دی.نوله همدې امله پکې هر رازعشقی،ټولنیز،فلسفی،حماسی،اومذهبی مضمون لیدل کیږی. داهم څرګنده خبره ده چې لنډۍ دپښتنو په سیمه کې وویل شی نوبلې سیمې ته ژرځی اولکه مهاجره مرغۍ یا کوچیان په یوه ځای نه پاته کیږی.له یوې سینی بلې ته انتقالیږی موږ مخکې هم وویل چې لنډۍ دولس هنر دی.داچې دولس مال دې نوځکه هم سوچه،کره اوله هرډول مصنوعی لاس وهنو څخه په امن کې هم دی.

لنډۍ دولسونو د ذهنیت، کلتور، او تمدن هنداره او د هغو ودذهنی اوبهرنیوشرایطو،تصوراتو،اجتماعی روابطو اوهر ډول ګډوخصوصیاتو انعکاس دۍ.لنډې دبشری افکارواوتجربوزیرمه چې په زرګونو کلونو کې دلنډیو په زریعه راټوله شوی. اوله نیکه مرغه په قالبی اوخوږوالفاظوکې خوندې اوساتل شوی ده.داولس فکر،هوشیاری،ملی تاریخ،ټولنیزجوړښت،ژوند،جهانبینی،کړه وړه اوعادتونه په لنډیو کې په ښکاره اوقوی ډول څرګند شوی دی.پښتو ژبه چې له بارکیو اواستعاروڅخه ډکه ده دلنډیو خوایی خورا غنی اوبډایه ده. دپښتون چاپیریال اوژوند زیاتره اوکه ووایوټولې پیښی په لنډیو اوسندرو کې ځای شوی دی.لکه چې دژوندپیښې اوړیکې زیاتی دی. همداسې دلنډیوډولونه هم بې شماره دی. دلته هم دبیلګې له پاره څوبیلابیلې لنډۍ وړاندې

لومړی دمینی لنډۍ چې یوه پښتنه یی دخپل مین دښخیدوپه مهال له ساندو سره یوځای وایی:

مین پرلوړه غونډۍ کیږدئ

چې پسرلی شی دی به ګل راوخیژینه

اویا هم له منیی څخه دنه انکار په وخت کې وایی:

مینه یم منکره نه یم

که شینکی خال مې دچړو په څوکووړینه

اویا هم دا

مین له هیڅ شی نه ویریږی

تیره خنجرپه سترګو وینی پرې ورځینه

اویا هم کله چې یوځلمی دمساپرې په نیت له کوره وځی اوخپله معشوقه په کورکې پریږدی نو دبیلاوالی اوهجران په دغه وخت کې  یی معشوقه چې زیاته خپه ده وایی

تادسفرڅپلۍ په پښوکړې

دزیړوګلووباغ په چا سپارې مینه

دسفر اوتګ وخت خورا سخت وی خو مین یی دهغې دډاډینی په خاطرپه ځواب کې ورته وایی:

ما دسفر موزې پښوکړې

دزیړو ګلووباغ په خدای سپارم مینه

اویاهم کله چې زموږکوچیان وروڼه چې زیاتره وخت یی په سفرونو تیریږی. له یوه ځایه بل ته کوچ کوی.لیږدی. او ټول عمر یی په همدې سفرونو کې وخوړ شی.له دې سفرونو زیاتې خاطرې لری اوداخاطرې تر ډیره په لنډیو کې خوندې .سفرله دې سره سره چې تریخ هم دی خوځینی ښیګنې هم بیاله ځانه سره     لری.دښکلوسیمو،غرونو،درو،دښتو،بیدیاوو،سیندونو اونیزونوسیل اوننداره کوی.نوځکه خو یوه پیغله خپلې مور ته وایی:

مورې کوچیانو ته مې ورکړه

چې تور پیکی مې دهلمند شمال وهینه

اویادا

موری کوچیانوته مې ورکړه

کنډک کنډک مستی به خورم مزی به شمه

اویا

سبابه بیاکډې باریږی

په زنګنو به ماتوو ژیړې ګلونه

ما دکوچی ترعمره ځار کړې

دپیشمی اوریی بلیږی دوۍ ترې ځینه

اویاهم کله چې یوې بوډۍ اوعمر خوړلې ته دخپل پیغلتوب شپی ورځی وریادې شی.نو پسی ارمانونه کوی. ژاړې او دهغووشپوورځو یادونه په یوه لنډې کې داسې را اخلی.

چې پیغلتوب مې راپه یاد شی

لکه وړه لیلا په لاره وژاړمه

چې پیغلتوب مې راپه زړه شی

دبیغلتوب قدر په سپین سر کې کومه اویاهم کله چې یوځوان جګړې ته روان وی.له دین وطن اوناموس څخه ددفاع سنګر ته ځان رسوی نو معشوقه یی ورته وایی:

چې جنګ ته ځی خولګۍ مې واخله

چې تږی نه شی دجګړې په میدانونه

اویادا

چې جنګ ته ځی ما درسره کړه

تشی ګولۍ به دې په جنګ کې ډکومه

اویاهم کله چې داشنا له ناکردو اوبې وفایی اوجفا خبره کیږی. په نیمه لاره کې دمینی اومحبت سفر ته دپای ټکی کیږدی نو په داسې وخت کې ورته وایی:چې نورزور خو نه

لرم خو داخیرت په ورځ به ستاله لاسه لوی الله ته شکایت کوم

په اخیرت چې خدای قاضی وی

داستاله لاسه به فریاد هالته کومه

چې خدای قاضی شی میزان راشی

ستا دجفاکاغذ به هالته غوړومه

اویاهم کله چې طبیب دمین په رنځ پوه نه شی درملنه یی یوازې داوې چې که تر معشوقی ورسیږی نو روغ به شی کنه نودطبیب منډې ترړی هسی دوخت ضایعه کیدل دی اوبس

چې په مرض مې نه پوهیږی

طبیبه مه ګوره زما دلاس رګونه

اویاهم کله چې خپل مین ته وایی راشه اودیدن وکړه.

په سترګو ړوند شی راته ګوره

په ښایسته اوربل مې ایښی دی لاسونه

اویا

په سترګو ړوند شی راته ګوره

په تش کاته به دې څوک نه حلالوینه

اویاهم کله چې له یوه سپین ږیری سره دکومی پیغلې واده وشی اویا هغه ترې دمینی تمه ولری. نوبیا ورته وایی:

په سپینه ږیره دومره مینه

په سترګو ړوندشی دلمسۍ په ځای دې یمه

اویادا

په سپینه ږیره دومره مینه

په تورپیکی مې لاس وهی خندا راځینه

اویاهم کله چې ددیدن په مهال مین یو له عادته خلاف کارکړی وی په سپین رخسار یی ورته دغاښونو داغ لګولی وی نو ورته داسې وایی:

په سپینه خوله مې  دې داغ کیښود

اوس به ظالمی مور ته څه ځواب کومه

اوس که شه ځیر شو دا راته جوته شوه چې لنډې دپښتنی ژوندټول اړخونه اغیزمن کړی اوهرڅه یی په خورا ښه انداز سره په لنډو کلیمو کې بیان کړی دی.موږ په څو یادوشویو لنډیو کې ولیدل چې دجګړې، وصال،هجران، مینی ،سفر،حالتونه یادکړل اوروښانه شوه چې په څومره هنرې اندازکې خورا لوړ مفاهیم بیان شوی ول.

لنډۍ په پښتو فلکلوریک ادب کې لرغونی شعر

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

جانان د ګلو لو کوی ګوتی ریبنه

استاد حبیب الله رفیع د لنډیو د تاریخ په اړه په خپله یو مقاله کې کاږی.چې وایی یومهال دیماپاچادواکمنۍ په مهال دبلخ په غرونو او دښتو کې دسوما ګلونه زیات ول . دسوما ګلونه معمولا دشپی مهال ریبل کیدل ځکه چې دا ګلونه دلمرله راختو او وړانګودخوریدو سره سم مړاوی اورژیږی.داچې له دغه ګل څخه خورا ښه عطر اوپه عین حال کې شراب هم جوړیدل نو اړتیا هم ورته ډیره وه .ځکه به ځوانانو هغه دشپی په مهال ریبل اوپه دې توګه به یی ترې کار اخیست.هغه وایې چې دلنډۍ لرغونتوب تر میلاد هم مخکی دی. یما  هغه پادشاه دی چې دبلخ دنوبهاریانواویهارلوی اورتون دده په واسطه جوړ شوی. یما لومړنی پادشاه و .

چې ۱۶۰۰ کاله له میلاد مخکی یی داوبهاربلخ یا نونوبهارا اورتون اباد کړچې دزردشت یانو له خوابه یی پرښتش کیده.خواوس داځای یوه دخاوره ډیرۍ ده اوبس. نوهغه مهال به پیغلو دالنډۍ ویله

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژی

جانان دګلو لو کوی ګوتی ریبنه

اوبل ځای هم لوی استاد رفیع وایی: چې لنډۍ دغزنویانو په پیر کې هم دپشتنو دنامتو قوماندانانو دراتګ په مهال هم ویلې شوی لکه دالنډۍ

دګومل لاره ورته نیسم

زما د خالو لښکرې تللې رابه شینه

وایی: کله چې پښتنو ملکانو اومشرانو دهند دنیولو اوپه هند دبریدونوپه وخت دغزنویانو په لښکرکشیو کې مهم رول

درلود.نوځکه به بیا پیښتنو پیغلو دخپلو نومیالیو اوتوریالیو زلمیانو لاره څارله او دڅار دغه حالت اوخپل احساسات به یی په لنډیو کې شکاره کول.دلته ویلای شو. چې دپورته یادوو شویو لنډیو په وړاندې کولو سره لنډۍ زموږ دادب لرغونی برخه او پانګه ده.په یادولنډیو څه دپاسه یوزراوسل کاله تیریږی. خولاهم زموږ په فولکلوریک ادب کې ځای لری. همدا ډول ویلای شو. دافغان اوانګلیس په جګړه کې هم دپښتنی جنګیالی اومجاهدې میرمنه ملالی له خولې  دمیوند دجګړې پر ډګرراوتلی دالنډۍ چې دجګړې په مهال یی افغانی جنګیالیو اوغازیانو ته چې نوریی نو کابو دمقابلی توان له لاسه ورکړی وو. اونږدې و .چې دشمن بری مومی.خو هغې دهمدې لنډیوپه ویلو سره دهغووۍ احساسات په جوش راوستل او دبیرته مقابلې لوری ته یې وهڅول

که په میوند کې شهید نه شوی

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دساتینه

اویادا

خال به دیار له وینو کیږدم

چې شینکې باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

په پورته لنډیو هم کابو یونیم سل کاله اوړی.موږته دوطن دتاریخ یو مهال راښیی.اوداچې اغیزیی څومره و. هغه هم څرګنده اوپرې سترګی نه شی پټیدای. همدالنډې وې چې افغانان یی په وجد راوستل اوددښمن ګولیو ته یی سینې سپر کړې خومیدان یی ترې یووړ.

اویاهم دالنډۍ چې کله دانګریزانو دلښکرو سر دچترال سیمې ته رارسیږی. اوکاروان یی په کلیو اوبانډوکې دتیریدوپه حال کې لیدل کیږی نوپه دغه وخت کې دیوې باحساسه پښتنې پیغلې  له خولې دالنډۍ راوزی.اوځوانانو ته دپیغور په ډول

وایې: دهغووۍ احساسات راپاروی. دننګ اوغیرت میدان ته یی رابولې

چیرته لندن چیرته چترال دی

بې ننګې زورشوه انګریزان چترال ته ځینه

موږ ته په پورته لنډۍ سره هم جوتیږی چې لنډې دتاریخ په بیلابیلو مرحلو کې خلق شوی. او دالړۍ لاهم دوام لری. لنډې دپښتون قام له هستیدوسره سم ورسره ګام په ګام سفر کړی. ځکه خو ویلای شو.چې دلنډیوعمرزرګونو کلونوته رسیږی.اوداسې لنډۍ هم شته چې دولس له خواپه وروستیو کلونو کې پینځیدلی.اوځان یی دتاریخ په پاڼو کې خوندې کړی دی.لکه دالنډۍ چې دروسانو دتیرې په مهال ویله شوی.

توپک راواخله ‌ډزپرې وکړه

په کوراوکلی شورویان راغلی دینه

اویادا

دشوروی لښکرې راغلې

جانانه پریږده نور دسره پالنګ خوبونه

اویادا

تر راکټی جانان مې جار کړې

پر سړک وینم دروسانو وران ټانګونه

اویادا

ترراکیټی جانان مې جارکړې

زه تر مورچله نمبر دو ورسره ځمه

نجیبه ډیرې زارۍ مه کړه

مجاهدینو قسم کړی جنګ ګټینه

همداسې چې موږ مخکې وویل: په لنډیو کې دټولنې ټول جریانات بیان شوی اوبیانیږی. دهروخت اوشرایطوپه بدلیدو سره لنډۍ هم بدلون مومی اوهغه حالت اودهغه وخت شرایط پکې انعکاس مومی.یعنی دوخت له ایجاباتو سره سم هم ایجادیږی. لکه په دې لنډیوکې چې اوس دامریکا په مشری ګڼ شمیر غربی هیوادونه راغلې او دهغوۍ ناوړه کړه وړه پکې بیان شوی لکه دالنډۍ

جانانه سمه امریکه یی

هم ملامت یی هم زارۍ درته کومه

دامریکا عسکرو ورک شۍ

جانان مې نه کوی په غیږه کې خوبونه

په نیمه شپه طیارې ګرځی

الله دې خیرکړې چې چاپه به چیرته وینه

کرزیه راشه حال مې واخله

په موږ راتاوو شو د امریکې خړکې ټانګونه

لکه چې وویل شول لنډۍ ولسی هنر دی موږ ته په پورته لنډیوکې هم دپیښو هم دظلمونو،هم دمظلومیت او هم دوطن ددفاع حال بیانیږی نوویلای شوچې لنډۍ زموږ دټولنې دتاریخ یوه برخه هم جوړوی.اودا داسې تاریخ رښنتی له هرډول سیاسی لاس وهنو پاک تاریخ دی چې په تاریخونو کې یی ساری یی نه لیدل کیږی. دلته دی چې زموږ دا ادعاپه ا ثبات رسیږی چې لنډۍ دپاک تاریخ پاڼه ده.له هر ډول توپیر اوتبعض څخه سپیڅلې. اوخوندې ده. ولی زیاتره لنډې دښځمنو له خوا ویل شوی

لنډۍ او دینی ارزښتونه

له دې سره سره چې لنډۍ دپښتنۍ چاپیریال اوپښتنو دذهن محصول دی.خو داخبره هم له پامه نه شوغورځولای چې پښتنو سیمو ته داسلام دمقدس دین په رارسیدوسره دینی ارزښتونو دخلکوپه کلتور ،دود اودستور هم اغیز ښندلی اوډیرهغه ناسم دودنه یی یومخیزه له منځه وړی دی کوم چې په هغوو دودونو سره مسلمانی ټولنه او وګړې له ستونزو سره مخ کیدل.داسلام په راتګ سره خلکو دارام ساه اخیستی.اوپه تولنه کې دعدل، انصاف،برابری،ورورولی، محبت،نیکواخلاقو، صبراواستقامت توغ رپیدلی. هیڅوک هم تریوبل غوره اوبهتر نه دی بلل شو مګرد تقوا په درلودلوسره په یوه خبره چې داسلام مقدس دین دظلم ،ناروا،اومعتددو خدایانو پرستش ته دپای ټکی کیښود اوخلک یی دیوه خدای (ج) عبادت اواطاعت ته راوبلل.لکه چې یادونه وشوه دین زموږدانسانی ټولنې په ټولو اړخونوکې بدلون راوست دا بدلون په ادبی ډګر کې هم ریښی وځغلولې. موږ وینو چې په لنډیوکې هم داغیز جوت دی.ځینی لنډۍ دقرانی ایاتونو. اویاهم دحدیث شریف په استناد ویلې شوی.لکه دا لنډۍ

صبر کوه صبر صابر دی

خدای په قران کې صابرین لیکلی دینه

دلته موږ دالله(ج) دکلام دایت «ان الله مع الصابرین» سترګو ته دریږی چې په هغه کې انسانانوته دصبرسپارښتنه شوی. له هغوو سره په سختیو کې استقامت.اوصبر کوی. دالله ج له دااومرومنی اجر یی هم الله ورکوی.ځکه له داسې کسانوسره خدای (ج) وی اوچې دغه ایات شریف عالی پیغام لری.نوولس هم په اسانه طریقه بیان کړې

اویا داچې

مساپری دې ډیره وکړه

راځه راځه روزې به خدای رارسوینه

نو ویلای شوچې دالنډۍ هم له  دغه مبارک ایت(والله خیرالرازقین) څخه اغیزمنه اوویونکی هم خپل اشنا ته ډاډ ورکوی چې روزی رسونکی له الله دی. نولازمه نه ده چې له حده زیاته مساپرې کړې.

اویا دا:

په کسب ګرجانان نازیږم

دی خو د لوی الله دوستانو کې راځینه

چې دالنډۍ هم دغه حدیث شریف «الکاسب حبیب الله»ته اشاره ده چې ویونکی له دغې لارې هم غواړې هم خپل جانان ته ډاډ ورکړی چې په تا ځکه نازم اوویاړدرباندې کوم چې ته کسب ګراودخدای دوست یی. اویاهم داچې موږ باور لروچې الله تعالی د کرالامکاتبین  په نوم ځینی ملایکې شته او دالله تعالی له خوار مامورې دې .چې دالله (ج) دبنده ګانو ترمنځ دقلم وهی اویالیکی چې که هرچا دیوځایوالی قلم دهمدې ملایکوله خوا ولیکل شو نو بیا

دالله تعالی په اراده سره رسیږی.اوکه قلم ونه وهل شوبیا ناشونی ده چې سره ورسیږی.په دغه وخت ځکه یوه پیغله هغه ځوان ته درسیدو په مقصد ورته په لاره کې ژاړې وایی:

قلم د خدای وهلی نه دی.

ماته په لویه لارکې مه ژاړه مینه.

یا داچې:

 طالب جانان ته خپه نه یم

په هرقدم یې ملایکې وزرږدینه

داهم هغه حدیث شریف څخه رااخیستل شوی چې حضرت محمد(ص) فرمایلی

(……………………) هرهغه څوک چې دعلم دحصول په خاطر له خپله کوره وزې نوملایکې یی ترقدمونو لاندې وزر غوړوی. دلته  دطالب معشوقه له دې امله چې جانان یی په درس پسی وتلی دی. اندیښمنه ځکه نه ده چې په لاره کې ملایکې ورته ترقدم لاندې وزر ږدی.

بایدیادونه وکړم چې که پدې برخه کې یوازې هغه لنډې چې پکې ددین څرک لیدل کیږی اوراټولې یی کړو نوباوردی چې شمیر به یی تر زرګونو واوړې.دا هم څو بیلګې.

ولی زیاتره لنډې د ښځمنو له خوا ویل شوی؟

 تراوسه پورې چې دلنډیو په برخه کې څیړنې شوی پایله یی دا راښیی چې ډیری لنډۍ دښځو له خواویل شوی.اوپه ډیرو کې دښځو دزړه اواز،احساسات،عواطف اوپیغام لیدل کیږی.چې یوازنی دلیل یی هم داکیدای شی چې تریوه بریده لاهم ښځو ته دنارینه وو له خوا دخدای تعالی له لورې ورکړل شوی حقوق نه دې ورکول شوی. اویاهم دناپوهۍ له امله دغلطواوناوړه  دودونو تر اغیز لاندې دی. اوترډیره یی دهغوئ دخوښیو،تعلیم،اوپرمختګ مخه نیولې.  اوکه پخپله ټولنه کې دې ځیر شوچې دپلارتوب حق.خصوصی شتمنی او دمیراث حق هغه څه دی چې زموږپه تولنه کې له نیکه مرغه ورته په درنه کتل کیږی. نوله همدې امله دااړتیا رامنځ ته کیږی چې ښځه په نارینه پورې اړه ولری.اوکله ناکله هم بیا نارینه هم له یادو مقامونو څخه دناوړې استفادې له لارې دجبر اوخپلو غوښتنو دترلاسه کیدوپه غرض دکبرپه نیلی سپور شی اوبیا هغه ده چې دخپلی خور حقوقو ته هم درناوی نه کوی. دوینزې په سترګه ورته ګوری.دژوندانه دکارونوپه اړه یی دخپل غرورد درلودلو له کبله نه پوښتی. د ا اوس اوس هم زموږپه دودیزه اوعنعنوی ټولنه کې ډیری نارینه دنوروپه مخ کې دښځی دنوم له اخیستوڅخه ډډه کوی.اوپه نوم یی شرمیږی. په داسې حال کې چې ښځی اوږه په اوږه اوګام په ګام له نارینه سره دژوند دغه له پیچومو اوکږلیچونوډکه لاره په دې هیله وهلی چې دخوښۍ اوسعادت ساحل ته انسان

ورسوی.خوافسوس چې په هیلویی خاورې اوایرې انبار شوی. اوورته یوازې دشهوانی غرایزو دپوره کیدودمتاع په سترګه کتل شوی. په داسې حالاتوکې یی بیا زوند یی تریخ شوی.رټل شوی. وهل شوی ،په څلورو دیوالونوکې تړل شوی ،خرڅه شوی.اوان وژل شوی هم ده. چې دنارینه له داسې کړو وړڅخه ځوریدلی بیا له نهیلیو،اومایوسیو سره مخ شوی هغه مهال  ده چې بیا د مور،خور، اوښځی دزړه له تله دحق اوعدالت نارې پورته شوی اوخپل اوازیی دلنډیوپه ډول اوچت کړی.دهغوۍ دزړه اواز بیرون ته راایستلو بیا دکلماتوپه قالب کې ځانته شکلا پیدا کړې. موږپه لنډیوکې دښځی دمحکوم اوذلیل اجتماعی ځای ځایګی څخه را ولاړشوی فریادونه اونارې اورو.چې لکه نری رنځ له یوه نسله یی بل ته اوله بله یی بل ته انتقالوو،خو دا اوازونه هغوو مرغلروته هم ورته دی.چې  ارزښت اوبیه یی له لویو لویو سوداګرو سره هم نشته دامرغلرې به دپښتودادب په پراخ سمندر کې تل ځلیږی. او دهر چاپام به ځانته  وراړوی. اوداجوتوی چې ښځی څنګه په هنر سره دنارینه په وړاندې داعتراض غږپورته کوی لکه دا

درنجوګودی مې ساتلی

دموزیګی په مرګ به سترګی تورومه

اویا دا

نصیبه څه درسره وکړم

زماپه برخه دی موزی ورساوونه

یا دا

موزی په مینه څه پوهیږی

په نس یی موړکه تر سبا کوی خوبونه

که مې نصیب دبدو نه وای

چیری موزی چیری دګلوصورتونه

خاونده بیا دماخوستن کړ

د ګلولښتی دموزیانوغیږته ځینه

دموزیګی له زوره نه یم

دلاس بنګړې مې خرڅوی ژړا راځینه

ستونی دوچ شه موزی چرګه

چې په مړوند یی وم ویده ویښه دې کړمه

موږپه لوستل شویولنډیو کې دموزیګی په وړاندې یو اعتراض،غندنه،بغاوت اومقاومت ولید.چې په حقیقت کې دښځمنو زړه له تله راپورته شوی و.موږته په ډاګه ده چې موزی اوموزیګی سمبولونه په لنډیوکې دبې غیرت،بیحیثیت،نامرد،بی شرم،بی شرم، ډارن، بی پښتو، سوګت، بی انصافه، دسیسه کار، شیطان، او چغل نارینه له پاره کارول کیږی.په دغولنډیوکې چې په زرګونو نورې یی هم داسې دی

یوپراخ اعتراض اوپاڅون وینو.داپاڅون معمولا دهغوونارینه وو په وړاندې وې چې ښځه یی ورسره روحی توافق ونه لری.

په لنډیو کې د انسان  د دردنو انعکاس

انسان معمولادخپل ځان دهوساینی په مقصدهڅه کوی څوپه خپل چاپیریال کې ځانته مناسب شرایط برابرکړې.انسان دخدای تعالی  ترټولو زیات حریص اولټوونکی اوهڅاند مخلوق دی. ترډیره هرڅه دځان له پاره غواړی خوچې داڅه بیاپه اسانۍ سره په لاس ورنه شی نوبیا اعتراض

کوی.اودهغه چاله لاسه شکایت کوی کوم چې په ده یی ظلم ،تیری،اوناروا کړی وی.دی یی له لاسه ځوریدلی اوکړیدلی وی که دانسان وی که حیوان یادخدای دبل هر مخلوق.داشکایت اودردونه په لنډیوکې ښه تره لیدی شوو.

لکه دا

په بیلتانه زه روغه نه یم

بیلتون ظالم دی اشنایان جدا کوینه

په تن مې تورچینجی اخته شول

زړه ترې ساتم چې په کې ستا مینه لرمه

په ځای داوښکو وینی ژاړم

دبیلتانه په تیغ زخمی دجانان یمه

په سفر ځم ته راته ګوره

ترشا دې پاته په خنجر وهلی زړونه

په لنډیو کې د مینی اظهار

که چیرته دمینی ارام خو له سوزه ډک جهان ته وروګورو نو وینوچې دخدای تعالی ټول مخلوقات دمینی له سوزه خلاص نه دی.اشرف المخلوقات اودتصوف لاریونې هم حقیقی مینی ته رسول دمجازی مینی له لارې په سفراو یون کې وینی. موږپه پښتوادب کې دقلندراومیرا،کیسه وینو،په فارسی ادب کې دمولانا روم اوشمس کیسه لرو،دسنایی اودقصاب دزوی داستان موترسترګوتیرشوی دپښتنی ټولنې ډیری ځوانان بیا دیار،جانان اوصنم مجازې مینه دومره کړولې چې چیغې یی اسمان ته پورته شوی.ژړلې یی دی،سختۍ اوبدې ورځی یی ګاللی.چې دغوسختیوبیاپه لنډیوکې انعکاس موندلی لکه دا

په طبیبانوبه روغ نه شم

جانان په غشودبڼو ویشتلی یمه

دلته وینو چې مین باڼه له غشوسره پرتله کوی اوددغه ګذار له امله دی نهیلی دی اودروغتیا امیدیې هم له لاسه تللی.

یادا

په غم پیداپه غم کې لوی شوم

په غم مین په غم به توری خاوری شمه

خلک دټول راګومانی کړل

چې ترمنګی لاندې دې وخوړل چرخونه

خلک دوایی تومتونه

مادتومت پیټی په سر نیولی دینه

خلک مکې ته ځی حاجیان شی

۴۵

زه دلالی کوڅی ته تلم اجاڼۍ شومه

په غم شریک جانان مې ولید

دخوږزړګی زخم مې بیرته ناسور شونه

خلک تمامه شپه ارام کړې

زه په ګولۍ ویشتلی زړه ټکورومه

په لنډیوکې اغیزمن پیغام

لکه دمخه چې یادونه وشوه لنډې ترټولوکوچنی شعری قالب دی. خودپیغام اومفهوم له اړخه بیا ډیر غنی اوبډایه شعر هم ورته ویلای شو.نوځکه هم په رسا

ډول له یوه مین څخه بل ته پیغام رسول کیږی.داچې دلنډیو ژبه دولس ژبه ده له رسمی اودفتری ژبو سره یی توپیرډیر دی. نوځکه  دا ژبه هم خوږه اوهم معنا داره ده.هره ژبه چې ساده ،خوږه اومعنا داره وی نوبیایی پیغام هم عام فهمه اودمنلو وړ وی.موږبه دلته دهغوو لنډیو بیلګې درته وړاندې کړو چې په ډیره اسانۍ سره په کې پیغام لیږدول شوی دبیلګی په توګه

خلکو سنګسار راباندې وکړئ

مرګ مې لیده اشنا مې نه پخلاکاونه

په دغې لنډۍ کې وینوچې یوپیغله له دې امله چې اشنا یی ترې خپه و.اودې داتوان هم لاره چې پخلایی کړې خوداکار یی ونه کړ.خوکله چې بیا هغه ترې نه مرګی جدا کړ.دې ځان ملامت وګاڼه چې ولی یې هغه پخلانکړ.نوله ځانه سره پریکړې کوی چې ملامته خوشوم نوخلکوته په خطاب کې وایی چې داملامتی یوازې په دې توګه جبیره کیدای شی.چې سنګسار شم.داټوله اوږده کیسه په یوه لنډی کې راځای شوی اوپه رسا ډول رسول شوی.یادا:

خندا له تا سره ښاییږی

ماته پراته دی په ځولۍ ځولۍ غمونه

په دې لنډۍ کې هم وینوچې ویونکی خپل یوه بې پروا دوست ته وایی: چې که خاندې نوته خانده زه نه شم خندلای ماته ځولۍ ځولۍ غمونه پراته دی. داغمونه چې وی نوزه خندلای نه شم.اونه هم په داسې حالاتوکې چې یا وطن اور اخیستی، یا خلک له لوږی سره مخ دی. اویاهم یار یاری نه کوی.خندل راسره نه شایی .

یادا

د تا د زلفو یو تار راکړه

چې پې پیوند کړم د زړګی نری درزونه

دلته هم وینوچې هردرز په تارونوګنډل اوپیوند کیږی. عاشق له خپلې معشوقی څخه دزړه ددرزونو دګنډلو له پاره بیا دزلفو تار غواړی.اووینوچې پیغام په اسانۍ سره رسول شوی دی.هغه خپلې معشوقی ته وایی چې که چیرته دتا دزلفوپه تار باندې زما دزړه درزونه وګنډل شی نو روغیدا به ژر اواسانه وشی.

په لنډیو کې د وطن مینه

له اره خودلنډیودښیرازه کرونده دوطن له پاکې مینې خړوبیږی. همدا مینه ده چې دلنډیو ګلشن یی لاله زار اوښایسته کړی دی،که ووایو چې دلنډیو سم نیمایی دوطن له مینې راټوکیدلی نومبالغه مو نه ده کړې دایومسلم حقیقت دی چې وطن اودخاپوړوځای هیڅکله هم نه هیږیږی. اونه هم دامینه له زړه وځی.دوطن مینې که له یوې خوا په لنډیوکې ډیرانعکاس موندلی نوله بلې خوا د پشتوژبی هیڅ داسی شاعرنه شومو ندلای چې دامینه یی لرلې نه وی اوپه شعرونوکې هم ځای نه وی ورکړی.داچې زموږ دبحث موضوع دلنډیو دبیلابیلواړخونو باندې خبرې دی نو دلته به وګوروچې په لنډیوکې دمینه څومره ځلیدلی دبیلګی په ډول

وطن جنت ډاګ یی ګلونه

زه بدنصیب یم له وطنه جدا شومه

په دې لنډۍ وطن له جنت سره تشبه شوی اوان هغه سپیره ډاګونه یی هم له ګلونوسره.په لنډۍ کې راته ښکاره شوه چې څوک له وطنه لیری شی نوبدنصیب شی.

یادا:

وطن زما دتن جامه ده

د تن جامه به لکه ګل غوندې ساتمه

بیاهم راته څرګنده شوه چې وطن دتن له جامی سره پرتله شوی. او دغه جامه بیالکه ګل چې هغه بیا نازک هم دی ساتنی

ته اړتیا لری. دلته دګل دنوم اخیستل په دې معنی هم راغلی چې دوطن خیال باید زیات وساتل شی.او که ورته کوچنۍ ناغیړې هم وشی وطن یی بیا نه بښی.

یا لکه دا

وطن مې بڼ دی دسروګلو

زه یی بلبل دګل پربڼ نارې وهمه

وطنه زه درته دوعا کړم

رب دی په تالری ترعمره بهارونه

*********

زموږپه ټولنه کې د لنډیو اهمیت

په دغې برخه کې به موږ اوس خپلی اصلی پوښتنی ته ځواب مومو.لنډۍ لکه دمخه چې وویل:شول هغه شعر دی چې

۵ – دولس دزړه له تله راپورته شوی اودولس په زړه پریوتی دی.همدایی وجه ده چې ژر منلې شوې اوعام شوې هم ده د لنډیو اهمیت کولای شوداسې په ګوته کړو

۱ – لنډۍ عامه فهمه لنډ اوترډیره مینه ناک شعر دی. دهمدې ساده والی له امله په خلکوکې عام اومنله شوی.

۲ – لنډی یوملی شعر دی .یعنی دټولو ګډادبی میراث دی.هرڅوک یی په ویاړونو اومعنویاتوکې شریک دی.اوهغه رڼه هنداره ده چې ولس پکې خپل تصویر وینی.اوپکې دولس دهیلواوافکارو ښه تصویرلیدلی شو.

۳ – داچې لنډۍ په چاپوری مختص کیدای نه شی نوټول داهڅه هم کوی.دیوې ملی شتمنۍ په توګه یی له ځان سره په خپلو سینو کې وساتی

۴ – لنډۍ هغه شعر دی چې پکې پیغام په رسا خولنډ ډول رسول شوی نوځکه یې له اهمیته سترګی نه شوپټولای

۵ – داچې دلنډۍ ژبه ولسی ده نوله همدې امله نګه اوسوچه هم دی.چې همدې دسوچه والی اودوۍ دژبنی تړاوپه اساس یی ولسونه هم سره نژدې کړی.

۶ – دلنډیوپه قالب کې دخلکو دودونه،رسمونه،افکار،نازک خیالی،غوښتنی، هیلې،ارزوګانې،ګډویاړونه،اوباالاخره نهیلۍ، لوږې منډې ،ژړاوې،اوخنداوې،هرڅه اوهرڅه ځای شوی اوبیان شوی.چې په دې توګه یی هغووۍ په یووالی کې خورااهمیت درلودلی اولری یی.

۷ – لنډۍ دولس دزړه هغه پاک اوسپیڅلی اواز دی.چې پکې له لویه سره داسې څه نه شولیدلای چې هغه دې دولس په زیان وې.بلکې لنډۍ هرهغه ناروا اوبد ته په بده کتلې چې دولس له

ګټوسره په تضاد کې واقع شوی وی نوله همدې امله یی اهمیت په ټولنه کې جوت دی.

۸ – لنډۍ دمظلومو اواز اودظالمو دورکیدای له سوزه ډکه سندره ده.لنډۍ دمظلومانو دحقونو مدافع اوخواږی هم ده .

۹ – لنډۍ دحسنه صفاتوستایونکې اومذمومو هغووغندونکی ده.بدیی بد اوښه یی ښه بللې ځکه یی په ټولنه اهمیت زیات دی.

 ۱۰ – د لنډۍ اهمیت په دې کې هم ده چې په خپل جوړښت له سوزه ډکه موسیقی لری.اودموسیقی دالاتوله کارولو پرته یی ویونکی دا توان لری چې په خپل اواز سره ورته کمپوز جوړ کړې .په سور اوتال یی برابره اوبیا یی له ځانه سره په هسک اواز ووایی:

۱۱ – د لنډیو په ویلو سره هرڅوک کولاې شی دخپل غمجن زړه بړاس وباسی.اوکله چې له زړه بړاس ووځی انسان داارامی احساس کوی.اوهمدا ډول دخوشالۍ په وخت کې هم کیدای شی په لنډیوکې خپل احساسات بیان کړی.

۱۲- په لنډیو کې دښځینواحساسات له ورایه ښکارې. چې په خورا ظرافت اونازک خیالۍ سره پکې بیان شوی دی له همدې امله هم نارینه تل هڅه کوی مقابل لوری اواز واورې په ژبه یی وپوهیږی اوغوشتنی یی درک کړې، همداسی دنارینه ووخیالاتو هم په کې انعکاس موندلی. اوښځی هم د الیوالتیا لری.چې دنارینه وو له غوښتنو،اوهیلوڅخه باخبره وی.او دواړه لورې پدې لټه کې دی چې دیو اوبل له ناویلوڅخه خبر شی.

۱۳- په لنډیو کې تر ډیره ناویلې څه بیان شوی هغه څه چې اصلاهغه په ټولنه کې دومره په جهر سره نه شی بیانیدای

خوشتون یی ولس له کړواونو سره مخ کړی وی. نوددې کړاوونو دلمنځه وړولو له پاره دلنډیوپه قالب کې اچول شوی اوبیان شوی ده چې دا خورا داهمیت وړ ده

۱۴ – په لنډیو کې د دینی اومعنوی ارزشتونو شتون هم لنډۍ له اهمیته برخمنی کړې دی.

۱۵-  په لنډیو کې ډیر تاریخی اسناد اوددتاریخی پیښو په اړه کره معلومات هم خوندی شوی

۱۶ – لنډۍ دتیر اونوی نسل ترمنځ داتصال یوه حلقه ګڼله کیدای شی.نوی نسل دهغووۍ له سموکارونوڅخه استفاده کولای شی.اوله ناوړڅخه یی عبرت اخلی.

۱۷- په لنډیو کې هرڅوک خپل ځان موندلای شی.چې پدې سره لنډۍ خپل مینه وال ته دهغه هویت ورکولای شی.چې له دغه امله یی هم ارزښت زیات دی.

اخځ:

۱ پښتولنډۍ /دقومونو اوقبایلو وزارت/میهن خپرندویه ټولنه/دچاپ کال ۱۳۸۶

۲ د خلکوسندرې/ استاد حبیب الله رفیع/پښتوټولنه/چاپ کال ۱۳۵۴

۳پښتنی دودونه/ غلام محمد/داطلاعاتواوکلتور وزارت دفلکلور اوشفاهی ادب دیپارتمنت/چاپ کال ۱۳۴۵/

۴ پښتولنډۍ/ استاد عبدالروف بینوا/پښتوټولنه /چاپ کال ۱۳۳۷کابل

۵ پښتولنډۍ/ استاد عبدالروف بینوا/پښتوټولنه /چاپ کال ۱۳۵۸کابل

۶فولکلورګیډۍ/پښتوټولنه/علی محمدمنګل/۱۳۵۴

۷غرنۍ سندرې/پښتوټولنه/محمد عارف غروال/۱۳۵۰

۸ پښتوسندرې اوموسیقی/استادغلام جیلانی جلالی/قومونو اوقبایلو وزرات/چاپ کال۱۳۶۳

۹د شعرهندسی جوړښت/محمداسمعیل یون/دانش خپرندویه ټولنه/۱۳۸۴چاپ کال/کابل

اړوند مطالب


په لنډۍ کې د زړه فریاد/ ابراهیم ایمان


چې لنډۍ وی افغانستان به هم وی‎


د یوې لنډۍ دوې ماناوې/ بصیرالحق عادل


یوه لنډۍ څه وایی؟ | نقیب عمری

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=67302

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *