لمر په سپوږمۍ مین شو/ اجمل ښکلى

  • خپرول: ۳ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 675

یادونه: دا زما د ترفیع د کتاب (فیمینستی ادبی نظریه) د یوه څپرکی برخه ده. تر دې مخکې د پوسټ ماډرنیزم، پوسټ سټرکچرلیزم او فیمینزم بحثونه تېر شوی دی.

سپوږمۍ په پښتو کې مونثه کلمه او لمر مذکره کلمه ده. موږ د محبوبې لپاره بالعموم د سپوږمۍ کلمه یواځې د دې لپاره نه کاروو، چې د یار مخ د سپوږمۍ غوندې ګرد او سپین دى، بلکې تر شا یې هغه پټ ښځینه مشابهتونه هم دی، چې موږ ته د تشبیه په شریکو وجوهاتو کې نه ښکاری او دا یې جنسیتی وجهې دی. سپوږمۍ د رڼا لپاره لمر ته اړه ده. پخوانو سپوږمۍ ته د لمر د ښځې او ستورو ته یې د بچو په سترګه هم کتلی. د نذیر احمد نذیر په لاندې نظم (لمر په سپوږمۍ مین شو ) کې د لمر او د سپوږمۍ د محبت کیسه وینو.

لمر په سپوږمۍ مین شو

لمر له سپوږمۍ سره مستی وکړله

او په مستۍ کې یې د سپینې سپوږمۍ

د سپینې غاړې امیل وشلولو

او مرغلرې یې اسمان باندې خورې ورې شوې

چې اوس یې واړه خلک ستوری بولې

لمر اوس د خپلې مستۍ سزا په خپله ګالی

لمر هر سهار خپله رڼه لمن کې

له لر او بر نه یې راټولې کړی په دې هیله چې

شپه یې سپوږمۍ سره یو ځاى وپییی

مګر جانانه ماښام نه پېژنی

ماښام ظالم دى ماښام ظلم وکړی

ماښام د شپې په لمسون

د لمر لمن له لاسه وښویوی

او مرغلرې ټولې تیت په تیت شی

او مرغلرې ټولې تیت په تیت شی

لمر د سپوږمۍ مین دى. لمر د فاعل په توګه د سپوږمۍ هار ته لاس اچوی او شلوی یې. د فرهنګ د اساس په توګه ژبه له جنسی پلوه په دوو برخو ویشلى. یوه برخه کلمې مونثې او بله مذکرې دی. هغه کلمې چې مذکرې دی، د معنوی مذکر ځانګړنې لری او هغه چې مونثې دی، د ښځینه ځانګړنې لری. دا ځانګړنې یواځې له ګرامری پلوه نه دی، چې ګنې که نرینه نوم په مبتدا کې راغى، خبر ورته مذکر راځی، لکه: سهار راښکاره شو. یا که موصوف ښځینه و، نو صفت هم ورته ښځینه کېږی، لکه(توره شپه)، بلکې له لفظی پلوه د جنسیت له بدلېدو سره د دوى په اړه زموږ په چلن او نظر کې بدلون راځی.شپه راته د ادکې د مور د تور کمیس او تور ټیکری غوندې توره او د هغې د غېږې غوندې هوساکوونکې ښکاری. سهار راته د خپل پلار غوندې ښکاری، چې موږ له خواږه خوب نه راپاڅوی او د ځان غوندې مو فعالیت ته رابولی. دېوال راته د پلار، مشر ورور یا تره غوندې دى، چې موږ ته اختیار او ازادی نه رکاوی  او کوټه راته له ستړیا نه د ارامۍ لپاره د محبوبې غېږ. داسې د طبیعت هر څیز له جنسیتی پلوه زموږ نظر بدلوی.

په ژبه کې ښایی جنسی وېش وروسته راغلى وی او دا کار له سړی د همدې واقعی ښځې پر ګوښه کولو پیل کړى وی؛ خو وروسته چې ژبه پراخه شوې؛ نو ژبې به د نارینه کلچر همدا روش راغبرګ کړى وی. نارینه د ژبې په غار کې غږ کړى او بېرته یې پخپله اورېدلى دى. وروسته چې د شیانو نومونه ایښودل شوی؛ نو اتومات پرې جنسیتی توپیرونه هم راټول شوی دی. په بېلابېلو ژبو او لهجو کې له جنسی پلوه د یوه څیز د نوم توپیر موږ ته د ده په اړه د دې خلکو د نظر توپیر ښیی. په اردو او هندی کې سپوږمۍ ته (چاند) وایی او چاند چې د ژبې له پلوه مذکر دى، د دوى په فرهنګ کې د مذکر ځانګړنې لری.

پر دې بنسټ د پوسټ ماډرنیزم دا خبره واقعیت ته ډېره نېژدې ښکاری، چې ژبه د فرهنګ د اساس په توګه واقعیت چې څنګه دى، هغسې نه، بلکې چی څنګه یې زړه غواړی، هغسې راپېژنی او د ژبې په دی اصولو کې جنسیت هم یوه وسیله ده.

خبره د سپوږمۍ روانه وه. زموږ په فرهنګ کې سپوږمۍ ښایسته ده او ښایست زیاتره د ښځینه جنس ځانګړنه ده. سپوږمۍ معصومه ده، دا هم د ښځې خصوصیت دى. سپوږمۍ بېوسه او اړه ده، دا هم ښځینه خصوصیت دى. سپوږمۍ د نارینه لمر پر وړاندې تته او کمزورې ده او چې لمر راښکاره شی، دا له ویری پټه شی. داسې ډېر صفتونه دی، چې موږ په لاشعوری توګه سپوږمۍ ته منسوب کړی دی. چې دواړه په یوه ترکیب کې سره پېیو، هم لومړى لمر وایو، بیا سپوږمۍ: (لمر او سپوږمۍ) او دا زموږ د نارینه تقدمی فرهنګ استازی کوی.

لمر که په سپوږمۍ مین شی، دلته زموږ ذهن ته د یوه فعال محبت تصور راځی؛ خو که سپوږمۍ په لمر مینه شی؛ نو د یوه بېوسه محبت بېلګه مو سترګو ته درېږی. د مینې دا دوه ډوله تصور زموږ د فرهنګ د جنسیتی توپیر راکړه ده.

د نذیر احمد نذیر په پاسنی شعر کې لمر مست دى او سپوږمۍ ښکلې ده. لمر لکه د خوارکیښ سړی غوندې سهار وختی پاڅی، چې د ستورو مرغلرې راټولې کړی، چې بېګا ته چې د سپوږمۍ غېږ ته ورځی، چې یوځاى یې ورسره وپېیی.

ماښام چې په پښتو کې مذکر نوم دى، ظالم دى. ظلم زموږ په نرینه کلچر کې د سړی ځانګړنه ده، ځکه چې د ښځې منفعل حیثیت یې نه ایجابوی؛ نو ماښام له لمر سره د سپوږمۍ په سر رقابت کوی او موږ د نذیر په شعر کې د رقیب په توګه د ماښام نقش په اسانه لیدى شو. رقابت کول هم زموږ په کلچر کې نرینه خصوصیت دى، چې یو سړى یې له بل سره کولى شی او رقابت زیاتره زموږ په تاریخ، نکلونو او شاعرۍ کې د ښځې پر سر وی او ښځې د دې نارینه سیالیو ترمنځ بیواکه وی؛ خو د شاعرۍ معشوقه بیا واک لری، چې رقیب هم واخلی. دا په شعر کې د راغلې ښځې او واقعی ښځې ترمنځ تناقض ښیی. زموږ په متناقض کلچر کې پر جنسیتی تناقض سربېره نور تناقضات هم بېشمېره دی.

د نذیر په شعر کې د شپې نقش د مکارې بوډۍ ده. مکر ښځینه صفت دى، ځکه د مکر تر شا ویره ده او ویره هم ښځینه صفت دى، ځکه خو زموږ په فرهنګ کې د مکارې بوډۍ کرکټرونه ډېر دی. د ولی جان او ګلمکۍ په حماسه کې شته. د ادم خان او درخانۍ په حماسه کې هم شته؛ نو څرنګه چې شپه مونث نوم دى، د مکارې ښځې نظر ورته شوى دى.

د نذیر په شعر کې تشخیص او حسن تعلیل راغلى؛ خو ښایی، دا سمبولیک خصوصیت هم ولری. لمر رښتیا یو مین وی او سپوږمۍ د هغه محبوبه یا نور تعبیرونه هم ترې اخیستلى شو؛ خو د دې ټولو سمبولونو تر شا زموږ د ژبې راکړى جنسیتی ذهنیت کارفرما دى او د همدغو شریکو جنسیتی وجهو له امله دا سمبولونه دقیق انځور شوی.

د سمبول یو خصوصیت دا دى، چې دى د استعارې پر خلاف د مدلول له غلامۍ ازاد عمل کوی او کله چې ازادی شی؛ نو خپل خصوصیتونه ورسره ثابت پاتې شی، ځکه د سیګنفایډ یا که د استعارې په ژبه ووایو، د مستعارله یا مشبه سیورى پرې نه پرېوځی.

استاد اجمل ښکلی

  دروېش درانى هم د (سپوږمۍ) په اړه یو نظم لری، چې له جنسیتی پلوه پکې د نارینه کلچر خصوصیتونه موندلى شو:

سپوږمۍ

چې ځکلولی وی مېرې غوندې سپین سترګې ورځې

په شان د مور، شپه مخلوقات پر ځنګنو ویده کړی

په الاهو ورته ګویا وی د شمال په ژبه

دا خپل بچوړی ټول په مینه، په للو ویده کړی

یواځې ته پر اسمان پاته شې په دغه ساعت

کوې ماتم په شان د بورې یا د ورارې سپوږمۍ

د بېدردانو په دنیا کې بلل کېږی ستوری

ستا د شلېدلی هار دانې چې وی هوارې سپوږمۍ

ښکاری چې غم درسره مل دى د بېوزلو پېغلو

چې پر اسمان کله وږۍ، کله مات خال جوړه شې

ښکاری د چا د تاریک غولی دى احساس درسره

دا چې په تکه توره شپه کې سپین مشال جوړه شې

ښکاری افسوس درځی په هغو څراغونو باندې

کوم چې د ظلم په لاسونو رانسکور وی مدام

ښکاری ماتم د دې زخمی انسانیت کوې ته

دا چې دی ایښی پر خپل مخ داغونه تور وی مدام

خو اى د مځکې پر احوال باندې ماتم کوونکې

ته لږ و ډېر د شنه اسمان په فکر هم وژاړه

زه دې قربان شم پر خوږمن انسانیت مینې

یو څو شېبې خو د خپل ځان په فکر هم وژاړه

چا چې ګرېوان کړ د همه انسانیت ورڅیرې

نن سبا اورمه چې ستا پر طرف لار جوړوی

په وینو غوښو د انسان یې سرپه ماته نه شوه

دغه اوږ سترګی دی لګیا درباندې وار جوړوی

داړی تېرېږی دلته ستا د هډ چیچلو په نیت

دا شاید ځکه چی قایم دی مساوات کړل سپوږمۍ

درول شوی چې ترمنځ وو د امیر او غریب

هغه بوتان د امتیاز دې واړه مات کړل سپوږمۍ

له لویو، لوړو محلونو سره سم په سمه

ته د جونګړې خوا و شاته هم ځلا ورکوې

له تا خپه دی د مظلوم د حق خوړونکی په دې

چې په یوه پیمانه هر چا ته رڼا ورکوې

خو خیر دى دا فرعونیت، دا غرونه غرونه چې دى

ګوزار به ورکړی پاس پر سر یو څوک موسى ورلره

که هر څو ډېر شول ښاماران د جادوګرو، وی دې

څوک به پیدا شی او پیدا به کړی عصا ورلره

(درانى، دروېش. ستوری په لمن کې. ۲۰۰۸. کوټه: صحاف نشراتی موسسه: ۲۳-۲۵)

د دروېش په شعر کې شپه د مور او سپوږمۍ د مېرمنې په توګه راڅرګنده شوې، چې کور پرې رڼا وی، چې ارمانونه یې د ستورو غوندې خپاره واره وی، چې راټولول یې ممکن نه ښکاری. د نذیر د شعر غوندې دلته د هار یا امېل کلمه وینو. امېل د ښځمنو ګاڼه ده او سپوږمۍ ښځمنه ده. د دروېش په شعر کې سپوږمۍ بېوزله ښځه ده، چې د نورو بېوزلو پېغلو غوندې یې په زړه د اوږۍ ارمان دى او د وران خال غوندې یې امیدونه ویجاړ شوی دی. سپوږمۍ د یوې بېوسې ښځې غوندې د ټول انسانیت د بدنامۍ داغونه پر خپل مخ اخیستی. د سپوږمۍ پر مخ داغونو ته اشاره د ښځې مظلومیت ته اشاره ده.

(د خپل ځان په فکر ژړل) خو اسانه دی، ځکه سپوږمۍ ښځه ده او ښځې تل پر خپل مظلومیت ژاړی. لنډۍ ده:

د جینکو خواره قسمته

لوګى بانه کړی، ژړا یار پسې کوینه

خو د (شنه اسمان) سمبول ابهام لری. اسمان په پښتو کې مذکر نوم دى او څرنګه چې پر سر ولاړ دى او د سپوږمۍ پر سر یې څپر جوړ کړى؛ نو د پلار په نظر ورته کتل کېږی. د نه لاندې کېدونکی، تر ټولو د بروالی، د واکمن، برلاسی، محفوظوونکی او باران او ږلۍ وروونکی یا د لمر، سپوږمۍ او ستورو د کورنۍ د مشر په توګه راځی، ځکه نو ورته د پلار په سترګه کتل کېږی؛ خو د دروېش په شعر کې موږ په اسانه نه پوهېږو، چې اسمان کوم نارینه دى، پلار که مېړه؟

تر دې بند وروسته د دروېش نظم پر کږلېچ تاوېږی. تر دې بند وروسته سپوږمۍ هغه نه ده، چې موږ یې پېژنو. اوس سپوږمۍ یوه کره ده، چې نه زموږ د محبوبې غوندې ګرد مخ لری او نه معصومه ده، ځکه ساینس له اسطوری ذهنیت سره سره د نړۍ په اړه زموږ جنسیتی تصور هم ځپی او د نارینه کلچر د ختمولو هڅه کوی. دروېش د دې دواړو سپوږمیو د پیوستون ناکامه هڅه کړې. په لومړیو کې نظم سمبولیک او شاعرانه دى؛ خو وروسته یو دم ریالیستی او ساینسی شوى او چې څنګه د شعر له قلمروه ووځی، زموږ مینه ورسره کمه شی.

تر دې وروسته نو راته شاعر تش وعظ کوی او هڅه یې دا وی، چې خپل احساسات راباندې ومنی، چې سپوږمۍ د شتمن او بېوزلی ترمنځ توپیر نه کوی. د عدالت د دې اخلاقی خبرو لپاره سپوږمۍ وسیله شوې. وروسته زموږ د مینې د کمېدو علت هم دا دى. په لومړیو بندونو کې سپوږمۍ بېوزلې ښځه ده؛ خو د نظم په شعریت کې فعال نقش لری. په وروستیو بندونو کې شاعر هر څه په خپل لاس کې اخیستی او سپوږمۍ په یوه تشه وسیله اوښتې ده.

دا راته په شاعرۍ کې نرینه مرکزیت ښیی، چې څرنګه ښځه د خپلو موخو لپاره کارولى شى او سره له دې چې معاصره شاعرۍ کې د ښځې تصور بدل شوى او چېرته چې موږ ته نرینه د ښځو پر وړاندې نرم ښکاری، هلته هم د ښځې واک د سړی په لاس کې دى.


د استاد ښکلی نورې لیکنې

اړوند مطالب


سپوږمۍ/ اجمل ښکلى


سبا به سپوږمۍ تکه سره سی / ژباړه : احمدشاه پاڅون


مات کودى/ اجمل ښکلى


نن سپوږمۍ ته تر بل هر وخت زیاته رانژدې کېږی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=675

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *