لسگونه کسانو په کندز ولایت کې له وروستی نوملړ څخه د یوتن پارلمانی نوماند د ایستلو غوښتونکی شول

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75535

د کندز ولایت ځینو اوسېدونکو په یاد ولایت کې د یوې اعتراضی غونډې پرمهال ادعا کړې چې د یاد ولایت یوتن استازی د ځمکې په غصب او د غیر مسوولو وسله والو سره لاس لری او باید د نوماندانو د نوملړ څخه وویستل شی.
د کندز ولایت لسګونه اوسېدونکو د یوې اعتراضی غونډې په ترسره کولو سره د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او اړوندو بنسټونو څخه غوښتی ترڅو شایسته باز ناصری چې د یاد ولایت د پارلمانی ټاکنو نوماند دی، د پارلمانی نوماندانو له وروستی نوملړ څخه وباسی.
دوی د پارلمان دغه استازی په یاد ولایت کې د ځمکو په غصب تورن کړی دی. همداراز دغه اعتراض کوونکی وایی چې د پارلمان دغه نوماندله غیر مسولو وسله والو څخه ملاتړ کوی.
د ټاکنو ځانګړی کمیسیون څه موده وړاندې د پارلمان د ابتدایی نوملړ یوشمېر نوماندان له غیر مسولو وسله والو سره د لاس لرلو او د ځینو نورو تورنونو له امله له ابتدایی نوملړ څخه ایستلی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75535

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *