لسګونه اعتراض کونکو په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال کمال سادات د لیری کېدو غوښتونکی شول

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41087

په وروستی یوه میاشت کې د دویم ځل لپاره، لسګونه مدنی فعالینو د ملی شورا دروازې مخې ته د یو اعتراضی حرکت په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید کمال سادات یې په بې کفایتی تورن کړ او ددغه حوکی څخه دده د لیری کېدو غوښتونکی شول.
اعتراض کونکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید کمال سادات په وړاندې ځېنې شعارونه ورکول او ادعا یې وکړه چې د وزارت دغه چارواکی د ځوانانو ستونزو د لمنځه وړلو په موخه هیڅ روښانه پروګرام نه درلود او یو کمزوری شخص دی.
د ارادې او بدلون بهیر مشر نصیر احمد اخترزوی چې په دغه غونډه کې ګډون کړی وویل: سید کمال سادات چې د ځوانانو معنیت په مشری کې شتون لری، یو فاسد او متعصب شخص دی او باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دغه څوکۍ څخه لیری شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41087

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *