قطر له طالبانو سره د افغانستان ګوندونو د دوهم پړاو غونډې کوربه دی

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105680

له طالب ډلې سره د افغانستان ګوندونو دوهم پړاو غونډه د روان کال د مارچ په میاشت کې په قطر کې په لاره اچول کېږی.
تردې دمه ددې غونډې کره نېټه نده روښانه شوې. په مسکو کې له طالبانو سره د افغانستان ګوندونو لومړۍ پړاو غونډه د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ او ۱۷ په لاره اچول شوې وه.
د سیاسی ګوندونو او طالب ډلې استازو د مسکو په غونډه کې د اساسی قانون د تعدیل، د بندیانو خوشی کولو، په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر په رسمیت پېژندلو، د بهرنیو ځواکونو د ویستلو او د ملګرو ملتونو سازمان له نوملړ څخه د طالب مشرانو نومونو د لیری کولو پرسر ټینګار وکړ.
د افغانستان دولت ددې موضوع په غبرګون اعلان کړی چې ددې غونډې ګډونوالو پرېکړه به اجرایی ضمانت ونه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105680

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *