قریشی: د افغانستان شخړه پوځی حل لاره نه لری

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104435

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وایی، په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې د سیاسی خبرو اترو له لارې ترلاسه کېدای شی.

نوموړی همداشان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان شخړه پوځی حل لاره نه لری.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات وایی چې ښاغلی قریشی دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د مشورتی کونسل غونډې ته د وینا پرمهال کړی.

شاه محمود قریشی وویل:

“پاکستان به له نړېوالو او سیمه ییزو شریکانو سره یوځای د ښه نیت او ګډ مسؤلیت له مخې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوی.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کړی چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د همدې پروسې په لړ کې د ځینو هېوادونو سفر پیل کړی چې پاکستان هم پکې شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی چې خلیلزاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره یې د افغان سولې په تړاو د ګڼ اړخیزو هڅو پر چټکتیا وغږېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104435

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 53 = 57