قدس ته د امریکا سفارت لېږل، نړیوالو قوانیو ته روښانه سپکاوۍ ده

  • خپرول: ۳۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 59404

د اطلس خبری سرچینې راپور له مخې، د افغانستان خلکو د حرکت انقلاب اسلامی قدس ته د امریکا سفارت لېږلو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غبرګون ښودلی او دهغه غندلو ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د امریکا دغه اقدام هغه اور دی چې کوم چا له هغه سره د مبارزې توان نه لری او د امریکا دغه اقدام د ملګرو ملتونو سازمان مصوباتو ته روښانه سپکاوۍ ده.
د افغانستان حرکت انقلاب اسلامی ګوند په اعلامیه کې راغلی:« هغه څه چې ورباندې پوهېږو، څه باندې ۷۰ کال مودې لپاره د فلسطن مظلوم خلک د اسراییلو تر ظلم لاندې شتون لری او فلسطین د ځورېدلی خلکو په وړاندې د نړیوالو ظلمونو په دوام، څه موده وړاندې مو هم بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږلو په اړه د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ د ناوړه پرېکړې شاهد ول چې له بده مرغه نن په بیت المقدس ته د یو اړخیز اقدام په ترسره کېدو سره یوځل بیا په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان د ماتم پر ټغر کېنول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59404

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *