فیفا بنسټ: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیڅ چمتوالی نه دی نیول شوی

  • خپرول: ۱۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103312

د ټاکنیز بهیر د څار بنسټونه وایی د ټاکنو کمیسیون راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هیڅ تیاری نه دی نیولی، یوازې نوماندانو خپل نومونه لیکلی دی.

د فیفا اجراییه مشر یوسف رشید وایی، د ټاکنیز مهال‌وېش د تطبیق او ولسمشریزو ټاکنو لپاره هیڅ ډول تیاری نه تر سترګو کېږی، نه تر اوسه حکومت څه کړی نه هم ټاکنو کمیسیون.

د ایتوا په نوم د ټاکنیزې پروسې د څار بل بنسټ مشر حبیب الله شینواری هم ورته څرګندونې لری، هغه وایی تر اوسه پورې ټاکنو کمیسیون هیڅ ډول توضیحات نه دی ورکړی چې پر کومو امکاناتو او څه ډول ټاکنې ترسره کوی.

دې بنسټونو تر دې وړاندې هم پرلپسې ټینګار کړی چې ټاکنیز کمیسیونونه دا وړتیا نه لری چې ولسمشریزې ټاکنې ښې مدیریت کړای شی.

په ورته وخت کې د سولې روانې پروسې هم دا بهیر تر اغېز لاندې راوستی او د یوسف رشید په قول باید حکومت او د ټاکنو کمیسیون دا واضح کړی چې دوی کوم پلان لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103312

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 4 = 3