فیسبوک څوارلس کلن شو

  • خپرول: ۱۶ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 43286

څوارلس کاله مخکې په همدې ورځ د فیسبوک ټولنیزې شبکې کار پیل کړ، اوس یوازې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه خلک فیسبوک کاروی.
د امریکا د هارورډ پوهنتون ۱۹ کلن زده کوونکی مارک زاکربرګ څوارلس کاله مخکې په همدې ورځ په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د یو “انقلاب”بنسټ کېښود.
زاکر برګ وایی دا څوارلس کاله د سترګو په رپ کې تېر شول او لا هم ډېر کارونه یې په مخکې پراته دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلی “موږ لا هم په دې کار کوو چې نړۍ څنګه سره نوره هم نژدې او ونښلو. اوس یې وخت رسېدلی چې فکر وکړو تر دې یې لا څنګه ښه کولی شو.”
دی وایی کله چې یې فیسبوک پیل کړ، د یو ستر شرکت د جوړولو او چلولو فکر یې په ذهن کې نه و او اوس یې ډېر خلک پوښتی چې له دغه کار څخه یې څه زده او څه ترلاسه کړل؟
زاکربرګ لیکلی دی چې د فیسبوک د شرکت د چلولو په څوارلسو کلونو کې یې ډېرې لوړې ژورې ولیدلې، ډېرې تېروتنې یې وکړې، ډېرې نوې زده کړې یې وکړې، خو “زموږ ټولنه-شرکت- چې لا هم فعاله او موجوده ده،‌ علت یې دا نه دی چې موږ د ستونزو د مخنیوی هڅه کړې ده، بلکې علت یې دا دی چې موږ تل د لویو ننګونو- ستونزو- د حل کولو او بدلون د راوستلو لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دی.”
نوموړی وایی لا به هڅه وکړی چې مثبت تغیرات راولی او دا چې په نړۍ کې” له خپلو کورنیو او ملګرو سره نژدیوالی” تر ټولو مهم دی.
د رسمی شمېرو له مخې په نړۍ کې نږدې دوه میلیارده خلک فیسبوک کاروی چې شاوخوا څلور میلیونه یې یوازې په افغانستان کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43286

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *