فلیپ سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملی لوبډلې نوی روزونکی ټاکل شوی

  • خپرول: ۱۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 40720

د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی فېل سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم د روزونکی په توگه گمارل شویدی.د افغانستان کرکټ بورډ ویلی چې فېل سیمینز به نوی کال کې د افغانستان د کرکټ ملی ټیم د نړیوالو سیالیو او ټیسټ د لومړۍ لوبې دپاره روزی.
فیلیپ سیمینز ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ او ۲۰۷فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړې دی
فیل سیمنیز دې نه مخکې هم د لږ وخت دپاره د روزنه په برخه کې د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم سره ملگری و.
فیل سیمیز دې نه مخکې تر کال ٢٠٠٢ پورې د ویسټ انډیز د ملی ټیم غړی و او ورپسې د ویسټ انډیز، زمبابوې او ایر لینډ سره د روزونکی په توگه ېې هم کار کړی.
نوموړی د خدمت په موده کې د ویسټ انډیز ملی لوبډلې نړیوال جام وګاټه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40720

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *