فلسطین: د منځګړی په توګه د امریکا هیڅ ډول رول نه منو

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44912

د فلسطینی ادارې مشر د روسیې ولسمشر ته ویلی چې تر دې وروسته د اسرائیل او فلسطین ترمنځ بحران کې د منځګړی په توګه د امریکا هېڅ ډول رول نه‌شی منلی.
روسی رسنیو راپور ورکړی چې محمود عباس د دوشنبې په ورځ په مسکو کې ولادیمیر پوتین ته وویل چې د منځنی ختیځ د بحران د منځګړیتوب لپاره د یوه نوی څلور اړخیز مېکانیزم غوښتونکی دی.
فلسطین وروسته له هغه په دغه بحران کې د امریکا له منځګړیتوب سره مخالفت پیل کړ چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر میاشت کې بیت‌المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.
بل‌خوا د روسیې او امریکا ولسمشرانو تېر ماښام د منځنی ختیځ د مسایلو په اړه پر ټیلیفون خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې روسی الوتکې د لوېدو په اړه له خپل سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې او خواخوږی ېې وښوده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44912

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *