فلسطینۍ رشیده د امریکا کانګرس کې لومړنۍ مسلمانه

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 76133

رشیده طلیب

د انځور حقوق
Social media-twitter

Image caption

۴۲ کلنه رشیده طلیب د ۱۴ وروڼو او خویندو مشره خور ده، چې ټول د فلسطین لوېدیځې تړانګې په یوه کډواله کورنۍ کې زیږېدلی.

فلسطین الاصله امریکایۍ رشیده طلیب لومړنیو ټاکنو کې د امریکا کانګرس ته لاره موندلې ده. نوموړې په دیټرویټ ښار کې د دیموکرات ګوند نومانده وه، چې بل ټاکنیز سیال/سیاله یې نه درلوده.

اغلې طلیب په دې سره لومړنۍ مسلمانه ده چې د امریکا کانګرس ته لار مومی.

رشیده طلیب څوک ده؟

۴۲ کلنه رشیده طلیب د ۱۴ وروڼو او خویندو مشره خور ده، چې ټول د فلسطین لوېدیځې تړانګې په یوه کډواله کورنۍ کې زیږېدلی.

رشیده د دیموکرات ګوند بیرنی سانډرز څانګې نومانده وه، چې د سراسری روغتیایی اصلاحاتو، چاپېریال ساتنې او د پوهنتونی زدکړو د منل کېدونکو فیسونو پیغام لری.

د رشیدې له بریا وروسته د هغې خپلوانو او کورنیو او ان د فلسطین “بیت عور الفوقا” کې د هغې مینه والو د خوښۍ جشن ولمانځه.

د اسراییلی سرتېری وهونکې فلسطینۍ له زندانه خوشې شوې

ترکی پارلمان کې تر ټولو کم عمره وکیله

د فلسطینۍ نرسې رزان النجار وژل که “د اسراییلو جرم”

عهد تمیمی: د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو د مبارزې سمبول

رشیدې طلیب د میشیګن پنځو نوماندانو ته ماتې ورکړه او اوس به د جان کوینرز څوکۍ ورکول کېږی.

کوینرز د “جنسی تېری” تورونو له کبله له وکالته استعفا وکړه.

دا چې رشیده مدافع وکیله هم ده، تر ډېره یې تګلاره د دیټرویټ د بې وزلو دفاع ته ځانګړې کړې. نوموړې هم همالته زیږېدلې ده.

د انځور حقوق
Social media-Twitter

Image caption

رشیده طلیب او الکسندریا اوکاسیا، دواړې د امیکا کانګرس ته تر ټولو کشرانې نوماندانې دی

رشیدې په ۲۰۱۶ کال پر ډونلډ ټرمپ د وینا پرمهال ټینګه نیوکه وکړه، چې په وینا یې د “ډېرو پیسو” له لارې د هېواد سیاست ته ځان رسوی.

“ټایمز آف اسراییل” ورځپاڼې ویلی، که څه هم رشیده فلسطین الاصله امریکایۍ ده، خو پر فیسبوکپاڼې یې د اسراییلی – فلسطینی شخړې په اړه هېڅ ډول څرګندونې نه راځی.

په ۲۰۱۶ کال له ټرمپ سره د پرېکون په اړه وپوښتل شوه، ځواب یې دا و چې “زه یوه امریکایۍ عربۍ او مسلمانه او مور ښځه یم.”

د رشیدې مور په لوېدیځه تړانګه کې د یوه خپلوان له خوا د ایپډ ډالۍ ترلاسه کولو پرمهال وویل: “الحمدلله، رشیده چې د ټرمپ پر وړاندې ټینګه ولاړه وه، بریالۍ شوه، هیله لرو چې بل ځل ماتې ورکړی.”

د رشیدې کورنۍ تر ډېره د بشری حقونو د دفاع برخه کې کار کوی او تل یې هڅه دا ده چې د ښځو وړتیا او پر ځان بسیا کېدنه لا پسې پیاوړې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76133

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *