فضل هادی مسلمیار یوځل بیا د افغانستان د مشرانو جرګې انتصابی غړی وټاکل شو

  • خپرول: ۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 101547

ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد د مشرانو جرګې د انتصابی غړی په توګه د فضل هادی مسلمیار له ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ مقام دفتر عمومی ریاست په یوه اعلامیه کې ویلی چې فضل هادی مسلمیار د اساسی قانون د ۸۳ مادې او ۳ فقرې له مخې د ولسمشر له خوا د ملی شورا د مشرانو جرګې د انتصابی غړی په توګه ټاکل شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې فضل هادی مسلمیار د افغانستان د مشرانو جرګې په مخکنۍ دوره کې هم ددې جرګې د غړی او مشر په توګه کار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101547

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




25 − = 19