فراه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23070

په فراه ولایت کې پر سړک د دوو ځاى پر ځاى شوو ماینونو د چاودنو له کبله څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والی ویاند ناصر مهری کلید ته وویل، یادې چاودنې د کډوالو په کلی کې د پولیسو پر رېنجر موټر شوی، چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دی.
د مهری په خبره، دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې او دېرش دقیقې هغه مهال رامنځته شوې، چې یاد امنیتی کسان د خپلې دندې په لور روان وو.
هغه زیاته کړه، د ټپیانو حالت ښه دى او د فراه په مرکزی روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
امنیتی چارواکی وایی، تراوسه په دې اړه څوک نه دی نیول شوی، خو امنیتی ځواکونه هڅه کوی، چې د پېښې عاملین ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری.
د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډ‏لې تراوسه د یادو چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دى اخیستى.

 

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23070

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




60 − = 53