فراه کې لسګونه مجاهدین د خالدبن ولید(رض) له معسکر څخه فارغ شول(انځوریز)

  • خپرول: ۱۰ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 51454
فراه کې لسګونه مجاهدین د خالدبن ولید(رض) له معسکر څخه فارغ شول(انځوریز)

په فراه ولایت کې د اسلامی امارت لسګونه مجاهدینو له نظامی زده کړو او تمریناتو څخه فارغ شول.

دغه مجاهدین چې د خالد بن ولید رضی الله عنه په نوم معسکر کې یې نظامی زده کړې پیل کړې وې، تېره ورځ یې پای ته ورسولې او له دښمن سره د مقابلې ډګر ته اماده شول.

تازه فارغ شوی مجاهدین له نظامی زدکړو، شرعی کورسونو او د اسلامی امارت د اخلاقی پروګرامونو له زده کولو وروسته نظامی قطعاتو کې منظم کړل شول او د جهادی صف د لا پیاوړتیا لپاره لازمې لارښونې ورته وشوې.

مجاهدینو په یاد معسکر کې ډوډول سپکې او درنې وسلې او دغه راز له دښمن سره د مقابلې او د دښمن په مراکزو د چاپو وهلو ځانګړی مهارتونه یاد کړی.

په دا وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې سلګونه مجاهدین د نظامی زدکړو او تمریناتو وروسته په جهادی صف کې استخدام شوی او د راتلونکو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیار شوی دی.

د الاماره همکار د خالد بن ولید معسکر د فراغت غونډې انځورونه راسره شریک کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=51454

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *