فراه ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ پولیس وژل شوی

  • خپرول: ۲۵ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 88996

په فراه کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې د لږ تر لږه ۳۰ پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
حمله تېره شپه د دې ولایت پر خاک سفید ولسوالۍ شوې ده.
سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دی ویلی، خو د فراه د ولایتی شورا غړی دادالله قانع ویلی چې په‌دې ولسوالۍ کې پر امنیتی پوستو د طالبانو په حملو کې د محلی پولیسو ۳۰ غړی وژل شوی دی.
په کابل کې د شورا وکیل صمیم‌الله صمیم ویلی چې د پولیسو قوماندان عبدالجبار هم په وژل شویو کې شامل دی.
د صمیم په وینا په غچ اخیستونکو هوایی بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88996

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *