فراه : بالابلوک کې ۴ټانګونه ویجاړ۱۴ ګوډاګیان مړه اوژوبل پاتی یې وتښتیدل

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 37192
فراه : بالابلوک کې ۴ټانګونه ویجاړ۱۴ ګوډاګیان مړه اوژوبل پاتی یې وتښتیدل

نن سهار شاوخوا ۸ بجې دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ اړوند د ګرانی سیمی ته ګڼ شمېر ګوډاګیان دیرغلګرو دبې پیلوټه اونورو الوتکوپه ملتیا دعملیاتوپه موخه راووتل چې دمجاهدینوله لوری له غاښ ماتونکی ځواب سره مخ شول اوسخته جګړه ورسره ونښته

جګړه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوی  دمازدیګرتر۵ بجوپوری  ددښمن څلورټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ۶ تنه ګوډاګی عسکرځای پرځای قتل او ۸ تنه نوریې ژوبل اوپاتی نورو یې  دتېښتی لاره خپله کړه

دجګړې په مهال دیرغلګرو امریکایی الوتکوپه سیمه کې  سخته بمباری کوله چې له امله  په سیمه کې یومسجد،حجرې ، اوګڼ کورونه  ویجاړشوی خلکوته درانه مالی اوځانی زیانونه اوښتی چې تردې مهاله  د ۳تنه کلیوالو دزخمی کیدلو خبر ورکړل شوی

په سیمه کې لاهم دملکی خلکو کورونه دیرغلګرو له لوری دهوایی بریدونو و دګوډاګیانوله لوری دهاوانونو ښکاردی چې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شی

په ننۍ جګړه  کې دوه تنه مجاهدین هم شهیدان شوی ، تقبلهم الله تعالی

۲۰۱۷/۹/۱۸

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37192

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *